څوک چې ازادي لمانځي ځواب دِ راکړي

شریف الله خالد
که دا منئ چې د ۵۰ هېوادو څخه کافران راغلي او په افغانستان یې یرغل راوړی زمونږ خمکه او فضاء یې په واک کې ده او متأسفانه چې اکثره یې هغه کافر دي چې دا نن ورڅخه ازادی لمانځئ نو بیا تلسو په کمو سترګو ازادی لمانځئ بیا خو مو یا عقل او وجدان له لاسه ورکړی او یا ډالرو نشه کړي یئ ؟؟؟
که تاسی وائی چې دا ۵۰ هېوادونه مو خارجي ملګري دي نو بیا خو سمه ده تاسی او د دوئ تر منځ هیڅ توپیر نشته بیا نو هغه افغانان ګرم مه بولئ چې تاسو د جګړې مقابل طرف بولي او هغوئ په حقه دي چې د کافرو څخه ازادي تر لاسه کړي
دا چې غازی امان الله خان د انګریزانو څخه ازادي ګټلی وه او تاسو یې نن پر دیوالونو عکسونه ځوړند کړي د دی څخه خو دا جوتېږی چې هغه یو ښه کار کړی وه !!!
که ریښتیا همداسی وی نو تاسی بیا په کمه توجیه دی ۵۰ خارجیانو سره یارانه اچولی ؟؟؟؟؟
او که داسی نه وی بلکی غازی امان الله خان یو بد کار کړی وه چې انګریزانو سره یې جګړه کړی وه او ستاسی په اند همدغسی ښکاری نو بیا مو په کمه توجیه د غازی امان الله خان عکسونه په دیوالونو راځړولی دی ؟؟؟؟
یا خو خارجیانو څخه د یارانی لاس واخلئ او د دوئ څخه ازادئ اخیستلو ته ملا وتړئ که داسی نه کوئ نو لطفاً دغازی صیب دا عکسونه د دیوالو لری کړئ !!!



