تخار: د حزب اسلامي قوماندان په لمونځ کونکو مرګونی برید کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۰ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د یوه زورواکي قوماندان بشیر قانت د وسلوالو لخوا په لمونځ کونکو ناڅاپي برید شوی دی چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور رسنیو ته ویلي چې دبشیر قانت دډلې یو تن قوماندان غلام حسین جندي د جمعې لمانځه اداکولو په وخت کې په لمونځ کوونکو د درنو وسلو ډزې کړي دي.
تېمور وویل، په دې پېښه کې ۳ تنه ماشومان وژل شوي دي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
تیمور زیاته کړه چې حزبي قوماندان له دې کبله چې په یاد جومات کې د ده سیال مولوي محفوظ اکبري په امامتۍ خلک لمونځ ونه کړي خلکو ته اخطارونه ورکړي ؤ چې بالاخره نن یې په داسې حال کې چې په لمانځه باندې ولاړ ؤ په نښه کړل.
د تخار د والي ویاند وايي چې له قوماندان قانت څخه وسلې نه شي اخیستلی او له مرکزي حکومته غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د همدې حزبي قوماندان وسلوالو د مولوي نذرالله په نوم د سیمې نوموتی عالم چې د غیر مسؤلو وسلوالو پرضد یې مظاهره ترتیب کړې وه د جومات په منځ کې هغه مهال په نښه کړ کله چې نوموړي خلکو په امامت لمونځ و کاوو.
د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې د جمعیت او حزب ترمنځ څوځله خونړۍ نښتې وشوې چې حزب اسلامي ته وفادار وسلوال د ملکي وګړو په عام وژنه تورن شوي دي.
تر اوسه د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د سیمې د مخور دیني عالم ، او ملکي وګړو په وژنه چې دواړه بریدونه په جومات کې دننه وشول هیڅ راز څرګندونې ندي کړې.



