ملي اردو: د (اللهﷻاو محمدﷺ)د نومونو توهین نه منو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۰ فرید افغان)

نن ورځ په کابل کې د ملي پوځ منسوبینو د کابل -جلال آباد لارد دریو ساعتونو لپاره د یوه اعتراضي لاریون په موخه وتړله.
د پوځ منسوبینو ویل چې د حکومت لخوا په ورکړل شویو جرابو يې د (اللهﷻاو محمدﷺ) مقدس نومونه ليکل شوې دي.
د ملي پوځ منسوبینو ویل چې داکار په لوی لاس د هغو اسلام ضده کړیو لخوا شوی چې عملا په حکومت کې دندې لري خو د اسلامي اساساتو سرسخته مخالفین دي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري منلې چې يوه قراردادي شرکت په کابل کې د ملي اردو د تعليمي مرکز د نږدې ۲۰۰ بريدملانو او سرتېرو په جرابو د (اللهﷻاو محمدﷺ)نومونه ليکلي وو، او په وینا یې ، چې د قضيې په اړه به پلټنه کوي او هغوی ته چې د ملي اردو د منسوبينو په جرابو کې د(اللهﷻاو محمدﷺ) مقدسې کلمې ليکلې دي، له قانون سره سمه سزا وکول کيږي.
دا لمړی ځل ندی چې د مقدساتو داسې سپکاوي ته په لوی لاس لمن وهل کیږي بلکه تر دې مخکې هم په ځلونو ورته سپکاوي شوي چې حکومت یې په مخه نیولو کې پاتې راغلی دی.
شنونکي وایي چې ځینې مسیحي مبلغین چې په ډاګیزه توګه د کابل په ځینو سیمو کې دعوتي کارونه کوي د توهین په موخه ډیر کله ورته چارې کوي.
خلک د ملي اردو دا کړنه ستایي او غوښتنه لري چې لا هم خپلو دیني ارزښتونو ته ژمن اوسي، او د یوې اسلامي اردو په حیث خپل مکلفیتونه ترسره کاندي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button