مصر: د اورګاډو په ټکر کې لسګونه کسان وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې پرون ماسپیښین شاوخوا ۳ بجې د مصر د اسکندریې په ښار کې د دوه اورګاډو په ټکر کې لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان دي.
د مصر د روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي چې دوی ته د پیښې له ځایه تر سلو ډیر ټپیان وروړل شوي چې د ډیرو حالت نازک دی.
رویټرز خبري اژانس د یوه امنیتي چارواکي له قوله ویلي چې د دواړو اورګاډو لخوا د لارې بدلول ښایي د ټکر اصلي لامل وي.
د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي د ترافیکو چارواکو ته د پیښې په هکله د تحقیقاتو امر کړی. .
دمصر د ترانسپورټ وزیر هشام عرفات پیښه تیروتنه بللې ده



