ننګرهار: د بندیانو ترمنځ خونړۍ جګړه شوې ده.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۲۱ فریدافغان)

راپورونه وایي چې تیره ورځ ماذدیګر د ننګرهار عمومي محبس کې د طالبانو او داعشي بندیانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
سرچینو ویلي چې پولیس د جګړې په کابو کولو ندي توانیدلي او له همدې کبله د ټپیانو شمیره هم لوړه ده.
راپورونه وایي د جګړې له کبله د داعشي بندیانو ۳۰ تنه ټپیان دي چې د ځینو یې حالت نازک ښوودل شوی دی
ځینو سرچینو کابل ټکی کام ته ویلي چې پولیسو وروسته تر هغه چې د جګړې له ختمولو عاجزشول د نورو ارګانونو څخه مرسته و غوښته چې هغوی لمړی د ګازو په شیندلو سره بندیان بیوښه کړي او وروسته د جګړې په کابو کولو کې بریالي شوي دي.
باید وویل شي چې افغان حکومت په بندخونو کې تر ډیره عقیدوي او فکري مخالفین یوځای کړي چې د مذهبي اختلافاتو له کبله ډیری وخت د بندیانو خپلمنځي آخ وډب وي.
د یادونې وړ ده چې دا لمړی ځل ندی چې په محبسونو کې داسې خونړۍ پیښې کیږي بلکه تر دې وړاندې د افغانستان په مرکزي زندانونو پلچرخي، بګرام او د هیواد په نورو زندانونو کې هم ورته پیښې شوې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button