طالبان په جانخيلو ولسوالۍ کې د پرمختګ خبر ورکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۱)

وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د دوهم ځل لپاره د دغه ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړ، خو اوس يې په يوه تازه خبرپاڼه کې ويلي، چې له يادې ولسوالۍ يې ټول دولتي ځواکونه په شاه کړي او دوی يو شمير سيمې نيولي دي.

د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو په سيمه کې په پاتې پوستو او د جانخيلو له جګړې څخه په تښتېدلې قوه بريدونه کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د جانخيلو له مربوطه ټولو سيمو يې دولتي ځواکونه په شاه کړي او په ترڅ کې يې د ريچکې مهمه سيمه او درې پوستې نيولي دي.

نوموړی زياتوي، په دغه جګړه کې ډیری عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې د درې تنو جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پراته دي او په خبره يې چې ځينې نور ټپيان او پاتې عسکرو له سيمې پښې سپکې کړي دي.

دغه راز طالبانو د درې ميله وسلو او يوه اندازه پوځي توکو او مهماتو د نيولو خبر هم ورکړی دی.

طالبانو ويلي، په دغه جګړه کې يې يواځې درې تنه ملګري ټپيان شوي دي.

که څه هم چارواکو د يادې ولسوالۍ د دوهم ځلې پرېښودل منلي و، خو د تازه نښتو او ورته د اوښتو تلفاتو په اړه يې تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button