فارياب ولايتي شورا: د دولتي ځواکونو د هوان مرمۍ لګېدو ۱۳ ولسي وګړي وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۱)

د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونود هوان مرمۍ د لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نعمت الله توفان وايي، چې يادو ولسي خلکو ته د تورته عطا په سيمه کې د هوان مرمۍ د لګېدو له امله دغه مرګ ژوبله رسېدلې ده.

نوموړی وايي، چې دولتي ځواکونو د جمجمه کلا په سیمه کې پوسته جوړوله چې د طالبانو او عسکرو تر منځ نښته رامنځته شوه، خو به خبره يې چې تر اوسه معلومه نه ده چې دا هوان د کوم لوري راغلی دی.

له بله پلوه د فارياب د ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايلبيک وايي، چې د پېښې قربانيان تول ملکي وګړي دي او په خبره يې چې د دولتي ځواکونو د شپاړلسم نمبر پوستې څخه د هوان مرمۍ توغول شوې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د يادې ولسوالۍ روغتيايي مسئولين وايي، چې په پېښه کې د وژل شويو ټولو کسانو مړي سوځېدلي دي.

د سرچينې په وينا، په دغه پېښه کې ټول ۱۳ کسان وژل شوي، چې لس ماشومان، دوې ښخې او يو نارينه دی او زياته کړې يې ده، چې د درېيو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون څلور نور مرګوني ټپيان دي، چې د بدن ډېره برخه يې سوځېدلې ده.

ډیری وخت د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په جګړو او د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ولسي وګړو ته د سر درانه زيانونه اوړي، چې تېره ورځ هم د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې ۱۶ تنه ولسي وګړي ووژل شول.

طالبانو پرون وويل، چې نړيوالې بشري ټولنې او سيمه ييزې بشري ادارې پر عامو خلکو د امريکايي او افغان ځواکونو بمباريو ته اهميت نه ورکوي، يا چوپه خوله وي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، کله چې يادې ادارې د کلني راپور لست ترتيبوي نو بيا ډېر تلفات طالبانو ته منسوبوي او د امريکايي ځواکونو په بمباريو پرده اچوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button