شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

آیا نجیب پېژنئ؟ (۲) دوهمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 12, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
1
24
ځلې شریک شوی
299
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: صدیق الله راهي (د ډاکټر نجیب ورور)

ژباړه: عبدالخبیر جاهد

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نقلوونکی: محمد عمر منصور

پلار مې کله چې محمد داود د صدر اعظمۍ له پوست نه څنګ ته شو، له پېښور نه کابل ته تبدیل شو، خو له نوموړي سره یې خپلې شخصي اړیکې ساتلې، ډېر ځله به د لیدو کتو لپاره د محمد داود کور ته ور تلو، دا چې محمد داود د پښتونستان موضوع جدي نیولې وه،  د خدايي خدمتګارانو د تحریک او د سورو جنډو والاوو چې د عبد الغفار خان تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کولو ملاتړ کولو، پلار مې هم د خپل پښتونیستي اړیکو له مخې د محمد داود د دريځ  ننګه کوله، او ستایلو به یې، د اړیکو همدا ادامه ددې لامل شوه چې پلار مې یو ځل بیا د محمد داود د ولسمشرۍ پر مهال په پېښور کې د هغه د باور وړ کس او د تجارانو د وکیل په توګه مقرر شي.

پلار مې په پېښور کې دخپلې هستوګنې پر مهال د صوبه سرحد له مشهورو کسانو او د خدايي خدمتګارانو له تحریک سره چې بیا وروسته یې د عوامي نشنل ګوند را منځ ته کړ اړیکې پیدا کړې وې، له عبد الغفار خان ( پاچاخان )، عبد الغني خان د عبد الغفار خان مشر زوی، عبد الولي خان د عبد الغفار خان زوی او د عوامي نشنل ګوند مشر، ارباب سکندر خان خلیل، اجمل خټک او له دا ډول نورو خلکو سره  یې دوستانه اړیکې لرلې، کله کله به یې لیده کاته ور سره کول، د پلار دغه پېژندګلوۍ مې په پېښور کې د نجیب د فعالیت لپاره ښه زمینه برابروله، چې بیا وروسته د دموکراتیک خلق ګوند له دغه پېژندګلوۍ نه زیاته ګټه پورته کړه.

کله چې مو چې پلار په پېښور کې و، د ښوونځیو له ژمنیو رخصتیو نه په استفادې سره به مونږ له خپلې کورنۍ سره هلته تللو، تقریبا هر کال به مو درې میاشتې هلته تېرولې، زه په هغه وخت کې په ابتدايي ښوونځي کې وم، او نجیب په حبیبیه لیسه کې د ثانويې دورې په زده کړو بوخت و. نوموړی په ابتدايي دوره کې د زده کړې له مخې وتلی او لایق زده کوونکی نه و، ښو نومرو اخیستو ته یې چندانې پاملرنه نه کوله. ډېر وخت به له خپلو ټولګیوالو او د هستوګنې د ځای ( کوڅې ) له هلکانو سره د ماشومتوب د وخت په لوبو بوخت و. تل به یې دا هیله لرله چې د هغوی په منځ کې مهم کس وي، د نوموړي ځانځاني ددې لامل ګرځېده چې ډېری وخت له هغوی سره په جګړو او کشمکش کې وي، دوه ځله یې د جنګ په نتیجه کې پزه ماته شوې وه، د ابتدايي دورې له خلاصېدو وروسته یې ډېره علاقه درلوده چې د کور په چاپیریال کې حاکم او نافذ و اوسي! ددې تر څنګ یې همدا ډول د کوڅې او دښوونځي دهلکانو تر منځ ځان ته یوه ډله جوړه کړې وه، چې کولی یې شوای له هغوی سره وګرځي را وګرځي.

نوموړي له موسیقي او هندي نڅاګرو سره ډېره مینه لرله، ډېرې شپې به یې د نڅاګرو خوبونه لیدل! چې دی ېې دفلم هیرو وي! د ښو جامو اغوستلو ته یې پاملرنه کوله، البته هغه به یې د کور د بدبختۍ په بیه تیارولې! په دا ډول چارو کې به نجیب زما د خور د خاوند نیک محمد له ملاتړ نه برخمن کېدو، د نجیب د لګښتونو ډېری پیسې به نیک محمد ور کولې! ځکه چې نیک محمد خپله د کمزوریو اخلاقو خاوند انسان و، په ځانګړې توګه نوموړي له بد اخلاقه هلکانو او بدکاره ښځو سره اړیکې ساتلې!  او نجیب یوازینی کس و چې د نوموړي په دغه کړنو خبر و، او ښه پوهېدو چې نیک محمد د سردار مهتاب د کلا په مهمانخانه کې چې دده د جرم له ملګرو نه و څه ډول بیکاره او د انساني اخلاقو پر خلاف کړنې تر سره کوي!

دا چې نیک محمد نه غوښتل په کور کې یې راز افشا شي نو نجیب یې په څنګ کې نیولی و، او د هغه د پټه خوله پاتې کېدو په بدل کې یې کلنګ ور کولو، د نجیب د عیاشۍ او لګښتونو پیسې به یې ورته برابرولې! نیک محمد استفاده طلبه او رشوت خور سړی و، کله یې چې په تورخم کې د ګمرک د مدیر په توګه دنده تر سره کوله، قاچاق او قاچاق بري دنوموړي ورځنی کار و، زما په یاد دي چې د شپېتو لکو افغانیو شاوخوا په بیه برنجي خښتو ته یې چې په هغه وخت کې ډېرې پیسې وې، طلايي رنګ ور کړی و، او په یو هندي تاجر باندې یې خرڅې کړلې، او دغه معامله د شورا د دولسمې دورې له انتخاباتو سره په نېږدې وخت کې وه، نیک محمد له ډېرو پیسو نه په استفادې سره چې د رشوت خورۍ او قاچاقبرۍ له لارې تر لاسه کړې وې، د کوهدان له میربچه کوټ سیمې نه ځان دولسمې دورې ته کاندید کړ، مګر یو ناڅاپه د هغه د قاچاق مسله رسوا شوه، دامنیتي چارواکو له خوا ونیول شو او زنداني شو، نجیب په دې وخت کې منځګړیتوب وکړ، د نیک محمد د خلاصون لپاره یې له امنیتي او نورو چارواکو سره اړیکې نیولې، نجیب د کابل د امنیه قوماندانۍ مشر ته چې ګل نبي خان نومیده څلور لکه له قاچاق نه لاسته راغلې پیسې ور کړې چې له زندان نه د نیک محمد د خلاصېدو لامل شوې.

نیک محمد له خلاصېدو وروسته د نجیب د هڅو بدله ور کړه، ښه او زیات د عیاشۍ او ښه وخت تېرولو امکانات یې په واک کې ور کړل. نجیب د نیک محمد د رشوت او قاچاقبرۍ په مفتو پیسو هند ته یو سفر وکړ، او بیا یې هم په آرام زړه د نیک محمد په څنګ کې شرمېدلي ژوند ته ادامه ور کړه، مونږ په همدې وخت کې د ده افغانانو له کور نه کارته پروان ته کډه کړې وه، د تېر په څېر په یو لوی کور کې چې نیک محمد د رشوت خورۍ په پیسواخیستی و، په ګډه یو ځای ژوند کولو، دغه کور زمونږ د بود باش له تعمیر پرته مهمانخانه هم لرله، چې له هغې نه دمیلمنو لپاره کار اخیستل کېدو، نجیب به خپل ډېر وخت په همدې ځای ( مهمانخانه ) کې تېرولو.

نجیب د خپلې ځوانۍ او جنسي غرایزو په ځواکمن پړاو کې و، چې په یوه حیواني اوغیر انساني توګه به یې پوره کولې، د یوه چټل حیوان په څېر به یې د ناتوانه خلکو په ښځو، لورانو، او ښایسته هلکانو حملې کولې! له خپلو ملګرو سره په ګډه به یې په خپل منځ کې یو له بل سره د لواطت بد عمل تر سره کولو، ډېری وخت به د همدې کشمکش له وجې جنجال او جګړه پېښېده! نجیب به له خپلو ملګرو سره په ډله ایزه توګه له جانب مقابل سره جګړه کوله، یو او بل به یې سره وهل، نجیب د زیبايي اندام د سپورت وسایل په کور کې تیار کړي وو، هر مازدیګر له سپورت او وزن پورته کولو ورسته به دخپلو همجنس بازانو له ډلې سره یو ځای کېدو او نوې فتنې او فسادونه به یې تر سره کول. نجیب له هغو مادي امکاناتواو پیسو نه په استفادې سره چې په واک کې یې وې، له هلکانو سره د بدکارۍ تر څنګ له نجونو سره هم بدکارۍ کولې! تاج محمد او امیر محمد د هغو هلکانو له ډلې څخه وو چې نجیب به له نیک محمد سره په ګډه د کور په مهمانخانه کې بدکارۍ ور سره کولې!

زما په یاد دي چې یوه ورځ د نجیب یوه ملګري چې تور ببرک نومېده، یو ځوان یې په یوه بهانه د دوه درې نورو کسانو په واسطه د نیک محمد مهمانخانې ته راوست، او په ګډه یې د هغه په عزت او شرف تجاوز وکړ، چې د نجیب او ملګرو دغه شرمناک انسان ضد عمل نوموړی ځوان تر دې کچې وځورولو چې د مرګ لامل یې شو! نجیب به له خپلو ملګرو سره جوالیان چې یوه محرومه طبقه ده په بهانو مهمانخانې ته راوستل، بیا به یې دروازه ټینګه بنده کړه، او تجاوز به یې پرې کولو!  نجیب همدا رنګه له نجونو سره هم ډېر عشق بازۍ لرې، له قمر او ګل غټۍ نه نیولې تر مستورې  اصیل او نجیبه کوهستانۍ او نورو پورې بدکاره نجونې د نجیب معشوقې وې!

زما ښه په یاد دي چې کله زما مشره خور له ګل غټۍ سره د نجیب له عشقي اړیکو نه خبره شوه، له نوموړي سره به یې جنجال او کشمکش شو، غوښتل یې له نوموړې نجلۍ سره د نجیب د اړیکو مانع وګرځي، مګر نجیب تر دې کچې و ډبوله چې ملا یې عیبي شوه! په دې وخت مې نیا غوښتل له خور نه مې دفاع وکړي، تر څو له وهلو ډبولو نه د نوموړې د خلاصون لامل وګرځي، مګر نجیب پرته له دې چې د هغې سپین سري، مشري او احترام په نظر کې ونیسي، د وحشي حیوان په څېر یې پر هغه هم حمله وکړه، هغه یې هم تر بې رحمه ګوزارونو لاندې راوسته!  هغه ښځه چې له مونږ سره یې د ېوې نړۍ مینې او عاطفې په واسطه زمونږ غم خوړلی وو، باید د هغې احترام یې کړی وای، مګر د هغه په وړاندې د لویې ګناه او بې حرمتۍ مرتګب شو، چې د بخښلو نه دی!

نجیب یوه ورځ چې جیب یې له روپیو تش شوی و، مور ته مې راغلو، او روپۍ یې  ترې وغوښتې، مور مې چې روپۍ يې نه لرلې، منفي ځواب یې ور کړ، نجیب خبرې ور سره غبرګې کړې، تر دې چې بالاخره خبره جنجال ته ورسېده، مور مې د نجیب تر وحشیانه وهلو ټکولو لاندې راغله!  ځکه چې د نوموړي د عیاشۍ د لګښت پیسې یې ور نه کړې! مور تر ډېره پورې خپل هغه ويښتان چې نجیب پرې کښلي وو، د یوې ترخې خاطرې په توګه له ځان سره ساتلي وو! … نور بیا

لوی ټکي: آیا نجیب پېژنئ؟
مخکینې مطلب

فارياب ولايتي شورا: د دولتي ځواکونو د هوان مرمۍ لګېدو ۱۳ ولسي وګړي وژلي

بل مطلب

مضمون د مینې

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

Comments 1

  1. پینگ‌بک: آیا نجیب پېژنئ؟ – درېیمه برخه | کابل ټکی کام

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com