نیکولسن: افغان جګړه د امریکا د امنیت لپاره کوو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۱ فرید افغان)
تیره ورځ په یوه غونډه کې چې امریکایي قوماندان نیکولسن او اشرف غني یې هم ګډونوال ؤ د افغان عسکرو په شته ستونزو او د طالبانو پرضد له امریکایانو سره د هغوی په ګډو عملیاتو اورته نورو چارو پراخې خبرې وشوې.
د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان، جنرال جان نېکلسن په صراحت سره وویل چې امریکا په افغانستان کې د خپلو اقتصادي موخو او د امریکایي امنیت د خوندیتابه لپاره جګړه پیل کړې او تر هغو به داجګړه دوام وکړي چې ترڅو امریکا دلته خپلو موخو ته نه وي رسیدلې نیکولسن وویل :«که په افغانستان کې مو ماته وخوړه، په دې مانا ده چې ترهګري مو خپل هېواد ته وړې ده. زموږ ماته به لامل شي چې ډېر شمېر کډوال له سیمې نورو هېوادونو ته مخه کړي، چې پدې سره به زموږ هیوادونو ته هم نا امني راشي. موږ ځکه په افغانستان کې یوو او باید بریالي شو.»
باید وویل شي چې څو اونۍ وړاندې یوې امريکایي ورځپاڼې وویل چې ټرمپ دافغان جګړې پایښتاو دجنرال نیکولسن د دندې څخه شړل غواړي خو د کانګرس غړو ورته ویلي چې په افغانستان کې د معادنو او کانونو په برخه کې ډیرې خوندي ګټې لري چې باید تر لاسه یې کړي، او د نیکولسن څخه دفاع بیا پنټاګون په ټول زور سره کړې ده
په یادو مراسمو کې افغان ولسمشر غني هم د افغان او امریکایي ځواکونو له سرښندونو ستاینه وکړه.
ښاغلي غني وویل:«د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې زموږ د نوي نسل له قربانیو،زړورتیا، او مېړانې څخه مننه کوم.»
اشرف غني وویل له نړیوالو منندوی دی چې په هر مشکل وخت کې د خپلو افغان ملګرو ترڅنګ ولاړ وي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکامتحده ایالاتونو د مشرانو تر منځ د افغانستان د مسئلې په باب په لویه کچه اختلافات روان دي. ټرمپ داجګړه میراثي بولي او پایښت یې غواړي خو پوځي جنرالان یې بیا پلویان دي.



