اسلاف د دین نمونې دي

ليكوال: رفيع الله البرهاني
امام ترمذي رحمة الله تعالی علیه د لمانځه لپاره وړاندي شو، کله چې ئې لمونځ ورکړ په ژړا شو چا پوښتنه ترې وکړه ولې دي وژړل؟
ویل لس کاله وړاندي په لمانځه کې د ګناه کولو فکر راته پیدا سو، خو د الله تعالی له وېري مې دومره وژړل چې بې هوښي راباندي راغله.
نن هم په لمانځه کې هغه د ګناه فکر راته پیدا شو، لاکن بې هوښي راباندي رانغله. خو بیا هم له الله تعالی څخه ووېرېدم چې ولې پخوا وېرېدم اوس نه وېرېږم !؟
شاګردانو ترې وپوښتل وجه څه ده؟
امام ترمذی صاحب رحمة الله تعالی علیه وویل: نوره وجه ئې راته نه ښکاري، خو دومره پوهېږم چې لس کاله مخکې زمانه امامُ الانبیا محمدُ رَّسُول الله ﷺ ته نيږدې وه او په هغه خلکو کې د خدای جل جلاله نه وېره زیاته وه،او لس کاله وروسته هغه تقوا او خاشعیت په خلکو کې نسته.
فکر وکړه څلوارلس سووه کلونه تېر شوي دي!



