د امریکا په ویرجینیا کې په لاریونوالو د موټر په واسطه برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۲ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د سپین پوستو پر لاریون د موټر برید شوی دی چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د ویرجینیا والي تري مک اولیف، رسنیو ته ویلي چې د یاد برید له امله یوه ښځه مړه او ۳۰ کسان ټپیان دي .
د دې آیالت مشر ویلي چې که پدې آیالت کې څوک دې ډول توکمیز تعصب ته لمن وهي ، ویلي چې پیغام یې ورته دا دی چې کورونو ته مو لاړ شئ. نه دلته او نه د امریکا په نورو برخو کې ستاسو لپاره ځای شته.
د ویرجینیا پولیسو ویلي، د موټر چلوونکی یې نیولی دی. د پولیسو په خبره، موټروان جیمز الکس فیلډ جونیور نومېږي، سپین پوستی او د اوهایو ایالت اوسېدونکی دی.
باید وویل شي چې په لویدیځو هیوادونو کې د توکمیز او مذهبي تعصباتو پیښې ورځ تربلې په پراخیدو دي، او پدې نامه ډلې ډیر کله د موټر په واسطه خپل مخالفین په نښه کوي.



