جوزجان: طالبانو درې ستر کلي او ۲ پوستې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۲): د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په اقچه ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو درې مهم ستر کلي نيولي دي.
د يادې ولسوالۍ سرپرست مراد شاهي رسنيو ته د طالبانو له لوري د يادو کليو نيول تائید کړي او ويلي يې دي، چې وسله والو طالبانو (اورته آریغ، بیش کپه او سقزکول کلي) نيولي او اوس مهال د يادې ولسوالۍ په دوه کيلو مترۍ کې فعاليت کوي.
نوموړی وايي، چې د امنيتي مسئولينو نه پاملرنه د دې لامل شوه، چې طالبان دغه کلي تر خپل واک لاندې راولي.
د هغه په وينا، دوه اوونۍ کېږي چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده، خو تر دې دمه ورته تازه دمي ځواکونه نه دي ورلېږل شوي.
مراد شاهي زیاتوي، که په ياده ولسوالۍ کې وضعيت همداسې روان وي، ښايي نورې سيمې هم د دوی له لاسه ووځي او طالبان پرې ولکه ټينګه کړي.
وسله والو طالبانو هم د يادو سيمو نيول تائيد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په تازه رالېږلې خبرپاڼه کې د اقچې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو پوستو د نيولو خبر ورکړی دی.
طالبانو ويلي، چې په تازه بريد کې يې د دوو پوستو د نيولو سربیره د بيش کپې مهم کلی هم په مکمله توګه نيولی دی.
د هغه په وينا، په نني بريد کې درې دولتي عسکر وژل شوي، پنځه تنه نور ټپيان دي او پاتې نورو سيمه خوشې کړې ده.
نوموړی وايي، چې په دغې بريد کې څلور ميله سپکه او درنه وسله او په زياته اندازه نظامي توکي هم د دوی لاسته ورغلي دي.
تر اوسه د نني بريد په اړه ولايتي چارواکو رسنيو ته څه نه دي ويلي.



