بلخ: د عطانور ساتونکو، دولایتي شورا ریس او د جمعه خان همدرد کسان برمته کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۳ فرید افغان)

راپورونه وایي چې نن ماښام مهال د بلخ د ولایتي شورا دوه غړي آصف مومند، ابراهیم خیر اندېش او د جمعه خان همدرد زوی ګل رحمن همدرد د مزار شریف ښار په هوايي ډګر کې د بلخ د والي په لارښوونه کلابند شوي دي

سیمیزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ولایتي شورا دواړه غړي او د همدرد ځوی له کابله مزار شریف ته تللي وو، چې له طیارې څخه د کوزېدو پر مهال د هوايي ډګر په ترمینل کې د بلخ د والي د ساتونکو لخوا کلابند او سخت وهل ټکول شوي دي.

ځینو رسنیو ویلي چې دا کسان د عطانور د نږدې دوه سوه وسلوالو له خوا کلابند شوي او د وتلو اجازه نه ورکوي.

خو د بلخ مرکزي چارواکو بیا څرګنده کړې ده چې امنیتي ځواکونو یوازې د بلخ د ولایتي شورا غړی آصف مومند له دې امله کلا بند کړی، چې لویې څارنوالۍ د ولایت مقام ته د فساد په تور د هغه د نیولو مکتوب لېږلی و.
څو ورځې وړاندې د ولایتي شورا ریس څرګنده کړې وه چې د بلخ والي غواړي چې دی برمته کړي.
مهمند د بلخ والی د دغه نیت لامل په دغه ولایت کې د ښاغلی نور د فساد دوسیو افشا کول بللی او ویلی : “ دده موخه داوه چې ما برمته کړی او خپل ځان لپاره اسناد جوړ کړی ، خو زه د هیچ چا سره نه دښمنۍ لرم او نه هم سیاسی سیالۍ او نه کوم ګوند پورې تړاو لرم. که ما او زیا کورنۍ ته هرډول زیان ورسېژی ، مسول به یې عطا محمد نور وی.”

له سیمې څخه تازه راپورونه ښیي چې د عطامحمد نور او جمعه خان همدرد كسانومزارشريف په هوايي ډګر کې یو بل ته کمین نیولی.
د همدرد زامن د بلخ ولايتي شورا د رييس آصف مومند د بدرگې لپاره هلته موجود دي. او د نور كسان آصف مومند ته له هوايي ډګره د وتلو اجازه نه ور كوي.

د دواړه ډلو لسګونه وسلوال سیمې ته رسیدلي او پولیس یې د بې وسلې کولو په هڅه کې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button