لومړیتوب څه دی؛ سوله که جگړه؟/ محمد دُرانی

د سولې ډنډوره له تېرو څو کلونو راهیسې ډنگول کېږي؛ خو تراوسه پورې دولت سولې ته بشپړه تگلاره نهلري او د هېواد په ډېری ولایتونو کې خپل نظامي عملیات اعلانوي.
دلته هره ورځ لسگونه افغانان د امریکا، داعشیانو، د طالبانو په بریدونو کې او حکومت پلوه عسکرو له لوري وژل کېږي. دلته هره ورځ وینه تویېږي او دلته هره ورځ افغان د ویر پر ټغر ناست وي.
دا حالت باید بدل شي. عام خلک دې راپورته شي او حکومت ته دې ووايي، چې موږ نور د امریکايي گټو د خونديتوب لپاره مه وژنئ، امریکا ته «نه» ووایئ، سوله وکړئ او د طالبانو غوښتنې ومنئ.
طالبانو حکومت ته دوه غوښتنې وړاندې کړي. اسلامي نظام او د امریکایانو وتل. دواړه غوښتنې د دې ملت پر گټه دي. اسلامي نظام پر راتگ به روانه نا انډولي پای ته ورسېږي او د امریکایا له وتلو سره سم به جگړه پای ته ورسېږي. دلته به وینه توېیدنه پای ومومي، هېواد به مو پرمختگ وکړي او د گاونډیو او د نورې نړۍ له احتیاجه به خلاص شو.
د حکومت د ملکي او نظامي چارواکي کورنۍ او بچیان په بهر کې ښه ژوند لري. دلته د یو نظامي چارواکي زوی عسکر نهدی او هره ورځ لسگونه عسکر چې وژل کېږي د غریب خلکو اولادونه دي.
طالبان گرم نهدي؛ ځکه د امریکايي اشغال پای یوازې او یوازې په جگړې سره کېدای شي او د دې اشغال د پای ته رسولو لپاره پکار ده، چې جگړه وشي، امریکایان ووځي، دلته یو سوچه اسلامي نظام راشي او قاتلین، غاصبین، غله، مفسدین او نور زورواکي د محاکمې مېز ته راکش کړل شي او د خپلو کړو پوښتنه او ګروېږنه ترې وشي.
حکومت دې خپل نظامي عملیات نه اعلانوي او د سولې لپاره دې واضح تگلاره له ملت سره شریکه کړي، چې ملت هم پوه شي چې سوله په رښتیا سره څوک نه غواړي. حکومت او که وسلهوال طالبان؟



