حکومت د غورماچ ولسوالي له طالبانو سره په زورازمایي کې له لاسه ورکړه

سرليکنه 

څه وخت چې امریکا د ناټو (اشرګړو) هېوادونو په ملګرتیا پر افغانستان یرغل وکړ او د نوي دور ډول ډول وسلې یې په افغانستان کې پر افغانانو وازمایلې، هغه وخت امریکایي پوځونه د تېري او افغان ولس (طالبان) د خپلې دفاع په حال کې وو. په زور ازمايي کې طالب وسله والو هغه لیرې ګذارکوونکې وسلې نه لرلې، کومې چې امریکایي پوځونو د افغان ولس د وژلو لپاره له ځانه سره را وړې وې؛ خو بیا هم تر نن ورځې یې خپل مقاومت ته دوام ورکړ.

په ۲۰۰۱م کال چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، په ټول هېواد کې جګړې روانې وي؛ خو تر ټولو سخته جګړه چې طالبانو د بهرنیو پوځونو په مقابل کې مقاومت کاوه، د بلخ او کندز ولایتونو جګړې وې. هغه وخت ۲۰۰۱م کال د نومبر په ۱۷مه چې په کندز او فراه ولایتونو کې له بهرنیو پوځونو سره سخته جګړه روانه وه، امریکایي پوځونو نور د طالب وسله والو په مقابل کې د مخامخ جګړې توان نه درلود، په همدې ورځ یې په کندز، فراه، کندهار او خوست مرګونې بمباري وکړه.

دا اوس  چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالي طالبانو له حکومته ونیوله، دا د حکومت او طالبانو د زور ازمایی پایله وه. له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا د حکومت او طالبانو تر منځ څو څو ځله د کندز ښاراو بېلابېلو ولسوالیو پر سر زورازمايي شوې ده چې په هر ځل حکومت د بهرنیو ځواکونو د مرستې باوجود د طالبانو په مقابل کې جګړه بایللې او سیمه یې له لاسه ورکړې ده.

سره له دې چې بهرنیو یرغلګرو پوځونو له افغان حکومت سره په هره جګړه کې مرسته کوله، د ۲۰۰۳م کال د اګست په ۱۴مه طالب وسله والو په یوه سخته جګړه کې زابل او ارزګان له حکومتي ځواکونو ونیول. که څه هم امریکایي چارواکي د افغان ځواکونه په ملاتړ وایي چې د خپل هېواد ساتنه کولای شي، خو دا دی د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالي یې له طالبانو سره د جګړې په ډګر کې له زور ازمايي وروسته له لاسه ورکړه او طالبانو په بشپړه توګه د غورماچ ولسوالي ونیوله.

د فاریاب ولایتي چارواکي وايي چې دوی د غورماچ ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره آمادګي نیسي، خو دا چې یو ځل څوک په مقابله کې وازمایل شي، بیا یې هېڅ توان نه لري. حکومت اړ دی چې د غورماچ ولسوالۍ په بیا نیولو کې له بهرنیو هوايي ځواکونو مرسته وغواړي او بهرني هوايي ځواکونه به د افغان بې دفاع ولس په بمبارولو پیل وکړي، چې ورته به د ولسوالۍ د نیولونوم ورکړي.

د فاریاب ولایتي چارواکي د خپلې ناکامۍ پړه پر مرکز وراچوي، چې په ولسوالۍ کې یې د دفاع لپاره جنګي تجهیزات نه لرل او نور ورته د مرکز لخوا په نه پاملرنه ور ونه رسول شول، له همدې امله ولسوالي طالب وسله والو ته په لاس ورغله؛ خو حقیقت دا دی چې ځايي امنیتي چارواکو له طالب وسله والو سره د تېر په څېر د مقابلې توان نه درلود.

غورماچ ولسوالي د فاریاب ولایت یوه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېږي چې د فاریاب او بادغیس ولایتونو تر منځ د پله حیثیت لري

په تېرو دوو کلونو کې همدا سترتیژیکه غورماچ ولسوالي دوه ځلې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د څو ورځو لپاره لاس په لاس شوې ده.

یوه اونۍ دمخه طالبانو د سرپل ولایت میرزااولنګ سیمه هم له حکومتي ځواکونو څخه ونیوله، دا دی اوس حکومت د غورماچ ولسوالي له لاسه ورکړه. یو کال دمخه د غورماچ د ولسوالۍ پر سر د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه کې ولسوالي طالبانو نیولې وه، خو له څو وروځو وروسته یانې د تېر ۲۰۱۶ کال اکتوبر کې افغان حکومت اعلان وکړ، چې د فاریاب غورماچ ولسوالي یې له طالبانو بېرته نیولې ده.

یاده ولسوالي د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۱۸مه هم طالبانو له حکومتي ځواکونو نیولې وه چې هغه وخت د ولسوالۍ قوماندان له طالبانو سره د اړیکو په لرلو سره د خپلو ۳۰ عسکرو سره تسلیم شو. طالبانو د تیرې ورځې په جګړه کې چې د ولسوالۍ د نیولو پرسر روانه وه، خواوشا شپاړس پوستې یې لومړی ونیولې او حکومتي ځواکونو له طالبانو سره یو څه جګړه وکړه؛ خو په زور ازمايي کې یې ولسوالي له لاسه ورکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button