بلوچستان: د ماین په چاودنه ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۴ فرید افغان)

راپورونه وایي چې تیره ورځ ۴ پاکستاني پوځیان د بلوچستان د خوست او شاهرګ د سیمو ترمنځ هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې پر یوخښ کړل شوي ماین وربرابر شو.
پاکستاني رسنیو ویلي چې په پیښه کې ۲ تنه پوځیان ژوبل شوي هم دي.
د پیښې مسؤلیت د بلوڅ ملت پالې ډلې منلی دی.

داډله کوښښ کوي چې د آزاد بلوچستان په نوم و اوسي ترڅو د پاکستان له واکمنۍ خلاص شي ځکه د دوی په وینا چې پاکستان هڅه کوي تر څود دوی طبیعي سرچینې لوټ کړي.
د یادونې وړ ده چې دا په تیرو دو ورځو کې دوهمه خونړۍ حمله شوه چې پاکستاني پوځیان پکې د برید هدف ګرځي.

تیره ورځ هم د موټرو په تمځای کې د یوې چاودنې له امله ۸ تنه پاکستاني عسکر ووژل شول چې مسؤلیت یې داعش ډلې منلی ؤ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button