چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د زمري آته ويشتمه  28 ؛ د افغانستان د آزادۍ ورځ !

امین الله نشرونکی: امین الله
اگست 14, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
11
ځلې شریک شوی
132
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : امين وردګ

موږ آزادي پېژنو ، د آزادۍ ورځ هم پېژنو او د آزادۍ د لمانځلو خلک خو لا ښه پسې پېژنو ؛ اما نه هغه مهال آزاد شوي يو ، نه وروسته له هغه او نه هم اوس !
دا منو چې : امان الله خان په دغې ورځ باندې له انګليس څخه (د افغانستان د آزادۍ په نوم) څو کرښې تر لاسه کړې دي ؛ مګر ستونزه دلته ده  چې : موږ لا هم آزاد شوي نه يو او د پخوا په پرتله هنوز  د غرب اجيران او مزدوران هم شوو .
پاتې د نه وي  !
امان الله خان هم چې ؛کوم تمدن او ثقافت غوښتل ؛ نو په مختلفو ډولونو يې له معاصر تمدن او آزادۍ سره شباهت او تړاو شته  : ځک چې : امان الله خان هم هغه مهال د علماوو له تند غبرګون سره مخ شوى ٶ چې ؛ آخر يې د سقاو له خېلخانې (حبيب الله کلکاني) څخه ماتې وخوړه او له وطنه هم د هغو هېوادونو په لور لاړ ؛ له کومو يې چې : آزادي اخيستې وه (!!!)
که امان الله خان له غربي ايډيالوژۍ سره جوړ نه واى  نو نن انګرېزانو خپلو ماتحتو او مطيعو ته دا اجازه نه ورکوله چې ؛ د (دوى په وړاندې) دې ؛ د دوى د ماتې ورځ پداسې وسائلو او وسايطو سره بدرګه کړي  چې : ټول ورکړي هم دوی دي او مالي لګښتونه هم دوی ورکوي !

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

يا کېداى شي دا خبره هم وي چې : پدې ښوودنو سره د دوى عقلي موقف معلوم کړي / يا د دوى دا حرکات د ځانونو د پاره يوه تفريحي لهزه و ګڼي !
خو په هر صورت کې نن ؛ د دې ورځې لمانځل _البته د انګرېزانو له شتون سره_ يا حماقت دى او يا هم آزادۍ ته توهين.

عجبه نه ده ! دا خو داسې مانا لري لکه یو ماشوم ته چې : څوک پیسې ورکړي او بیا ورته ووايي  : هله شاباس ! په کوڅو کې ګرځه او خلکو ته وايه چې : هغه پلانی کاکا مې داسې او هغسې (….)کړ ؛ بل څه خو زما په اند نه ترې جوړيږي !

قسم چې ځينو بې ضميره مشرانو خو زموږ (ویاړلی) تاريخ  په شرمونو و شرمولو !

څلوردېرش (۳۴) ولایتونه مو په څلورو بدل شوي ؛ موږ لا هم وايو چې : آزاد یو !

موږ په ريښتیا هم انګرېزان په تور مخ (له دغه ملکه شړلي) مګر اوس یو ځل بیا راغلي ! نو زه په اوس وخت کې د آزادۍ د لمانځلو سخت مخالف یم او دا کار ماشومانه بولم ؛ ځکه چې : اوس موږ ته د آزاۍ د ورځې لمانځل د ماشومانو لوبه غوندې ده ؛ نو زه وایم چې : خدای ته وګورئ  ! هغه د پخوانیو خلکو خبره ((ښځې درته ناستې دي)) لږ شرم وکړئ ! دا څومره بې ضميره شوئ ؛ افغانان خو هېڅکله هم داسې ناپوه نه وو چې : د اشغال په صورت کې به يې آرام خوبونه کول ؛ دا په تاسو څه وشول ؟

تاسو او الله چې : نیکونو به یې زموږ په خاوره کې ډېر وحشت کړی وي ،که لمسیانو يې  ؟

تاسو ولې نه پوهېږئ ! لاندې نقشې ته وګورئ او فکر پکې وکړئ ! د دې پر ځای چې : هسې دا(سره ، شنه اوزرغونه جنډۍ) په ځانونو پېچۍ ؛ نو ښه به دا وي چې : ملاوې مو د غیرت په سپينو ټوټو وتړئ او هوډ وکړئ چې یو ځل دغه سورمخي او شینسترګي وشړو ، بیا به که خیر ؤ آزادي لمانځو ، مېلې به کوو ، سره را ټوليږو به ، خوشالیانې به کوو ؛ مګر اوس یې وخت نه دی ، ځانونه مه شرموئ .

نن هغوی (غربیان) په جهر نارې درته وهي چې : موږ  په افغانستان کې د امريکې دفاع کوو او ستاسو( ع  ـ غ) هم ورته وايي چې : هوـ هو ښه خبره ده ! که تاسو لاړ شئ ؛ نو دښمن به مو (الله مکړه) امريکې ته درپسې درشي ؛ نو ښه دا ده چې : مه ځئ  او هر څه چې کوئ ، همدلته یې وکړئ! نور کاکا بیا ويلي چې : له موږ نه امریکایانو د پپسۍ بوتل جوړ کړل ، خو تاسو بیا هم نه خجالت کېږئ او نارې مو بندې کړې چې ؛ آزادي مو مبارک ، خوشالي مو مبارک  .

پاکستان چې : کله مولان بجلي ګهر (رحمه الله علیه) وخوړ ؛ نو ایله یې غوږونه په آرام شول ؛ نن هغه دی ! هغوی هم ډولونه غاړو ته اچولي او ډنګووي یې چې ګواکي : آزادي يې تر لاسه کړې ؛ حال دا چې : کشمير ته لاهم  (مقبوضه کشمیر) وايي او  هلته هره ورځ د هندوانو له لاسه د بې شمېره مسلمانانو پاکې وينې توییږي ؛ مګر دوی بې غمه خپله ورځ لمانځي او یو ـ بل ته د آزادۍ مبارکۍ ورکوي ، له میرانشاه ، میرلې ، صوات او باجوړ نه چې ؛ نن څومره بې ګناه او عام مسلمانان بې کوره شوي ؛ یوازې الله ته معلومات شته ؛  مګر  دوی لاهم  خپلې سارنګې غږوي ، موږ خو حق وايو ؛ نور که هر څه راپېښېدل ؛ هغه د الله کار دی.

زموږ خو په مسلمانانو باندې زړه سوزيږي ؛ هغه که د افغانستان مسلمانان دي ، که د پاکستان ، که د ایران ، هند او یا هم  نورې اسلامي / غیراسلامي نړۍ.

موږ باید لومړی په ګرېوانونو کې سرونه ټيټ کړو ، په خپلو کوکوړیو ظلم و نه کړو ،  ريښتيني عادلانه نظامونه جوړ کړو ؛ بیا آزادۍ ولمانځو ، نه په داسې حال کې چې : د بل په غېږو کې د آزادۍ لمانځلو هڅې کوو.

اګر که خو زه له لویه سره په اوس وخت کې د آزادۍ د لمانځلو سره سم نه یم جوړ ؛ ځکه چې : اصلاً خو مسلمانان هغه مهال آزاد وو ؛ کوم وخت کې يې چې : یو امیر لرلو ، نن خو چې : له پاکستان نه څوک افغانستان ته راځي ؛ باید پاسپورت او ويزه ولري، یا هم چې : له افغانستان نه څوک پاکستان ته ځي هم باید دا دواړه ولري ؛ نو آیا دا آزادي ده ؟

حال دا چې : په اروپا او امریکا کې  نه پاسپورت شته نه ويزه ؛ خو موږ  د یوه پلار دوه زامن ؛ یو د بل کره باید ويزه واخلو ؛ هغه هم له داسې چا چې : بل چا راته کېنولي وي .

نو اول په ريښتیا آزادي ، بیا يې لمانځل.

مخکینې مطلب

لومړیتوب څه دی؛ سوله که جگړه؟/ محمد دُرانی

بل مطلب

بلوچستان: د ماین په چاودنه ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com