(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۴ فریدافغان)
د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس په پنټاګون کې د یوې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته ویلي چې په سپینې ماڼۍ کې د افغانستان د موضوع پرسر د لوړې کچې اختلافات اوس تقریبا نږدې شوي.
نوموړي ویلي چې د میز پر سر ورته خورا زیات انتخابونه پراته دي خو ترټولو ډیرمهمې یې دوه تګلارې دي .
چې یا به خپل ځواکونو په مکمله توګه له افغانستانه وباسو او یا به هلته خپل سرتيري لا ډېر کړو.
متیس زیاته کړه چې لا هم ټولې ستونزې نه دي حل شوي خو موږ د خپل کار پایلې ته ډېر نږدې شوي یو.
متیس د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا افغان جګړه شخصي کمپنیو ته سپارل غواړي وویل: چې دا پالیسي یې هم تر نظر لاندې ده او ورباندې کار کوي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې په افغانستان کې له امریکایي جنرال نیکولسن څخه حمایت کوي او هغه یوتجربکاره څیره بولي.
کله چې نوموړی وپوښتل شو چې ټرمپ هم همدا نظر لري نوموړي په قهرځواب ورکړ چې داپوښتنه باید له ټرمپ څخه په خپله وپوښتل شي.
تیره ورځ روسیې هم ویلي ؤ چې امریکا په افغانستان کې جګړییزماموریت بایللی.او باید نور داهیواد پریږدي.
باید وویل شي چې د ټرمپ اداره د ۶ میاشتو وروسته لاهم نده توانیدلې چې دافغانستان په اړه یوه جامعه تګلاره جوړه کړي.
بلخوا افغان حکومت هم په لوړه کچه په ځلونو له امریکایانو د پالیسي د ژر اعلان غوښتنه کړې او همداراز یې وړاندیز کړی چې د مخالفینو په وړاندې دې خپلو حملو ته زور ورکړي،
خو سپینې ماڼۍ لا دې وړاندیز ته کوم ارزښت ندی ورکړی.

















