بلخ: د آصف مومند دوسیه پیچلي پړاو ته داخله شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۴ فرید افغان)

تیر ماښام د بلخ د ولایتي شورا دوه وکیلان او د جمعه خان همدرد یوځوی د بلخ په هوایي ډګر کې له ښکته کیدو سره سم د بلخ د والي د وسلوالو لخوا کلابند شول.
په لمړي سر کې دوی د ملاتړو د نشتون له کبله د عطانور د کسانو له فزیکي برخورد سره مخ شول.
له سختو وهلو ټکولو وروسته د جمعه خان همدرد ملیشو هوایي ډګر ته ځانونه ورسول ترڅو خپل کسان د عطانور له برمتې وژغوري خو د وسلوالو له رسیدوسره سم نښته وشوه.
چې د جمعه خان همدرد ۳۰ وسلوالو د عطانور د ۲۰۰ کسیزې ملیشې تاب را نه ووړ او بیرته وتښتیدل.
د بلخ امنيه قوماندان سيد کمال سادات بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې د تيرې شپې پيښه کې د ولايتي شورا د غړي اصف مومند دوه ساتونکي وژل شوي او درې پوليس ټپيان دي.
د آصف مهمند ورور رسنیو ته ویلي چې په پیښه کې د کورنیو چارو د وزارت له مستقیمې مداخلې وروسته ټاکل شوې وه چې د شپې په ۳۰؛۲ دوه نیمې بجې یې ورور کابل ته منتقل شي.
خو د بلخ د والي کسانو ورباندې ډزې شروع کړې او د نوموړي دوه ساتونکي یې ووژل.
مصطفی مهمند وایي له ډزو وروسته یې د عطانور کسان د ورور په نیولو بریالي شول او د هغه کورکې یې بندي کړ.
د ورور په وینا یې چې اصف مهمند د عطانور اوځامنو لخوا سخت وهل ټکول شوی دی.
نوموړي ویلي چې خپل وژل شوي کسان به ترهغو خاورو ته ونه سپاري ترڅو حکومت د عطانور په اړه پریکړه نه وي کړې.
څو ساعته مخکې د بلخ د ولایتي شورا د غړي آصف مهمند د کورنۍ غړو رسنیو ته وویل چې، نوموړی د عطانور له وهلو ټکولو وروسته ملي امنیت ته سپارل شوی دی.

بلخوا د افغانستان د لويې څارنوالۍ وياند ازادۍ راديو سره خبرو کې ويلي چې د لويې څارنوالۍ د يو مرستيال په مشرۍ يو کمېسون ټاکل شوی چې د کورنيو چارو وزارت غړي، د ملي امنيت رياست او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې غړي يې هم عضويت لري، دوی ته امر شوی چې د اصف مومند د نيولو څرنګوالی وڅېړي.
د لويې څارنوالۍ وياند ويلي چې لويې څارنوالۍ د اصف مومند د نيولو امر نه دی ورکړی.

باید وویل شي چې آصف مهمند په عطا محمد نور د پراخ فساد تورونه لګولي وو او هم يې ويلي وو چې عطا محمد نور یې د وژلو یا برمته کولو پلان لري.
شنونکي وایي چې له یوې خوا آصف ننګ په بلخ کې د جنرال عطا دخپلسریو لپاره ستر سرخوږی ؤ، او له بل لوري د عطانور او ارګ خپلمنځي اړیکې ترینګلې وې نوعطا غوښتل له دې طریقه هم خپل مخالفین وځپي او هم ارګ میشتو ته خپل زور ورښکاره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button