لیکواله: مسکا ریحان
یو بوډا سړي خپل زوی ته چې په جېل، یابندي خانه کې بندي وو، دخپلي کوچنۍ ټوټې ځمکي دیوي (شُدایاري) کولو په ارتباط داسي خط ولېږی:
زویه! هرکال به تا دځمکي په یوې کولو (اړولو) کې مرسته راسره کوله. زه اوموري دي کمزوري سوي یو، اوسږکال دا کارنسو کولای. خوکه بیاهم موږ یوڅه وکړای سوای نولږ ځمکه به واړوو لاکن ګومان نکوم چې ګټه دي وکړي. کته همدلته وای نوهرڅه به سم سوي وای، ځکه حتماً به دې ځمکه یوې کړې وای.
بوډا دخپل زوی په ځواب کې دا ټلګرام واخیستی:
پلارجانه! دخدای لپاره چې ځمکه یوې نکړې، ځکه ماهلته څومیله وسله پټه کړېده. د دې احوال سره سم لس، پنځلس پولیس او استخباراتي اوجنايي مسؤلین راورسېدل اوټوله ځمکه ئې واړوله خووسلې ئې پیدانکړې.
وروسته بوډاخپل زوی ته بل ټلګرام ولېږی او ورته وئې لیکل چې داڅه کیسه ده؟
موږ خو ډېر بېرېدلي او وارخطاسوي یو، څه پېښه ده؟
په ځواب کې ئې زوی دغسي ټلګرام ورته راولېږی:
پلارجانه! ورسه اوپه ځمکه کې په بېغمۍ سره هرځه چې کرې وئې کره. ځکه همدایوازنۍ اوبهترینه طریقه وه، چې دهمدې محبس څخه مې کومک در ورساوه.نه وسلې وې، نه بل شی، بلکې په همدې وسیله مې ستاځمکه در واړول خپل شیان پکښي وکره.

















