(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۵): د امريکا او شمالي کوريا تر منځ وروستۍ ناندرې او يو بل ته ګواښونو آن د جګړې د پېلېدو تر کچې رسېدلي و، خو تازه شمالي کوريا ويلي چې پر ګوام ټاپو يې د بريد کولو پلان ځنډولی دی.
د شمالي کوريا رسنيو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر پر ګوام اډه د احتمالي بريد پلان ارزولی او دمګړۍ يې پر دغه اډه له بريد کولو ډډه کړې.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د شمالي کوريا پوځ په يوه اعلاميه کې وويل، چې پر ګوام يې د بريد کولو ټول ترتيبات بشپړ کړي او “هره شېبه چې د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون پرېکړه وکړي، ممکن يو منځنى يا ليرې واټن ويشتونکى ستراتېژيک بالسټيک توغندی د امريکا د ګوام پر ټاپو وار کړي.”
کيم جونګ ان د خپل هېواد د ستراتيژيکو ځواکونو د پوځي چارواکو سره له لېدنې وروسته پر ګوام ټاپو د احتمالي بريد پلان ځنډولی او خپل پوځ ته يې د تيارسۍ امر کړی.
د شمالي کوريا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې کيم جونګ اون غواړي لومړی د امریکا دريځ معلوم کړي.
نوموړي ويلي، که امريکا په سيمه کې د راپورته شوي تاوتريخوالي ختمول غواړي نو په سيمه کې د عسکرو او وسلو د شتون په اړه دې سمه پريکړه وکړي، خو که بيا هم امريکا خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي، په وينا يې چې دوی به پر ګوام ټاپو د بريد ځنډولی پلان عملي کړي.
شمالي کوريا په داسې حال کې پر نوموړي ټاپو د حملې پریکړه ځنډولې، چې وړمه ورځ د امریکا د دفاع وزير ويلي و، که دغه هېواد پر ګوام ټاپو برید وکړي، دوی به يې په هوا کې توغندي خنثا کړي او جګړه به پيل کړي.
ګوام مهم او سترايژيک ټاپو دی، چې د امريکا سترې پوځي اډې پکې پرتې دي.


















