یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

حزب اسلامي: پر مومند د بريد په اړه به بې تفاوته پاته نه شو

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 17, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۶): حزب اسلامي د بلخ د ولايتي شورا د غړي اصف مومند دنيولو په غبرګون کې ويلي، که حکومت په دې اړه جدي اقدام ونه کړي، نو دوی به بې تفاوته پاته نه شي.

حزب اسلامي رسنيو ته په لېږلې اعلاميه کې دغه پېښه غندلې او له حکومته يې غوښتي، ترڅو عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري او نيول شوي کسان چې خپله اصف مومند هم پکې دی له بنده خلاص کړي.

دا هم ولولئ

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

حزب اسلامي وايي، حکومت دې د داسې پېښو د بيا تکرار مخه ونيسي او زياتوي چې دغه ډول کړنې (نه موږ او نه هيڅ افغان ته د منلو دي او نه ئې په وړاندي بې تفاوته پاته كېدى شو چې د حكومت تر سلطې لاندي سيمې او هغه هم د هوايي ډګر دننه څو بدمست او مغرور وسله وال د سيمي يو مخور او د ولس دروند استازى ونيسي).

د دوی په وينا، يواځې دا نه چې د اولس استازی نيول شوی، بلکې په ساتونکو يې وسله وال بريد شوی او د دوی استقبال ته په راغليو کسانو هم ډزې شوي دي، چې په پايله کې يې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په اعلاميه کې راغلي، که حکومت په دغه پېښه کې عاجل اقدامات ونه کړي نو د مومند کورنۍ او پلويان به يې د غچ اخيستلو لار ونيسي چې پايلې به يې ښې نه وي.

سرچينې زياته کړې، چې دا د بلخ د والي عطامحمد نور د هغو ګواښونو بېلګه ده، چې اوونۍ وړاندې يې ويلي و که غوښتنې يې ونه منل شي نو هوايي ډګرونه او دولتي تاسيسات به په زور ونيسي.

د دوی په وينا، که د يادې پېښې په اړه جدي اقدام ونه شي، خلک به د خپل سر او عزب ساتلو لپاره په نورو لارو چارو غور وکړي.

اصف مومند يوه اونۍ وړاندې ادعا وکړه چې لویې څارنوالۍ ته د بلخ د والي عطا محمد نور د فساد، غصب او دولتي عايداتو د لوټ کولو د یو لړ اسنادو او شواهدو د سپارلو لپاره کابل ته تللی دی.

نوموړي له تېرو دوه کلونو راهيسې په ځلونو د بلخ له والي شکايتونه کړي او هغه يې د دولتي عايداتو په لوټ کولو او فساد تورن کړی و، مومند له نيولو څو ورځې مخکې ادعا کړې وه، چې وېږېږي د بلخ د والي کسان ورته زیان ونه رسوي.

اصف مومند د بلخ هوايي ډګر ته په رسېدو د عطا محمد نور د وسله والو له لوري ونيول شو او د دغه ولايت والي وويل: چې مومند د لویې څارنوالۍ د رسمي مکتوب پر بنسټ د بلخ امنیتي ځواکونو نیولی دی.

خو د افغانستان لويې څارنوالۍ وويل، چې د دوی له لوري د نوموړي وکيل د نيولو ادعا بې بنسټه ده او داسې هيڅ امر د دوی له لوري نه دی ورکول شوی.

مخکینې مطلب

یواس اې ټوډي: له افغانستانه ځواکونه ایستل د امریکا په ګټه دي

بل مطلب

بلک واټر صلیبي جګړه ماران !!!

ځانګړي مطالب

افغانستان

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
افغانستان

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
خبرونه

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
افغانستان

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
خبرونه

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com