یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

بلک واټر صلیبي جګړه ماران !!!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 17, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
10
ځلې شریک شوی
121
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال مخبت وردګ

بلک واټر چې د ننۍ صلیبي جګړې د پیلوونکي امریکایي ولسمشر جورج بوش د ادارې د چارواکو د واکمنۍ د دوران د هڅو نتیجه کې منځ ته راغلې یوه امریکایي فوځي خصوصي کمپنۍ ده سراسر توند لارې عیسوي نظریه لري او امریکایي چارواکو د همدې لپاره په مسلمانانو بالخصوص په لمړنیو کې په عراقیانو مسلط کړل تر څو اسلامي امت په هر ډول ظلم او جنایت سره وځپي.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

بلک واټر یو خصوصي فوځ دی چې د بنسټګر نوم یې ایرک پرنس دی کوم چې یو توند لاری عیسوي ملیاردر دی؛ایرک پرنس د ولسمشر بوش د انتخاباتي کمپاین تر ټولو زیاته بسپنه کړې وه ځکه هغه هم یو عیسوي توندلاری او د اسلام سره سخت دښمني کوونکی شخص وو.

ایرک پرنس د مشیګان ایالت د هالنډ کلي کې د پرنس د کورنۍ غړی دی؛  د ده پلار ایډګر پرنس د ایرک پرنس پلار هم یو توندلاری او معتصب عیسایي وو او د کلیسا د یوې فرقې بنسټګر وو او د ده ترټولو لوی هدف د بنسټ پالو عیسویانو لپاره د بې دریغه پیسو لګول وو .

ایرک پرنس هم د توندلاري عیسوي اهدافو لپاره بې دریغه لګښتونه کوي، په ۱۹۹۹م کې یې د کاتولیک توندلاري عیسوي تنظیم آنسرز سره ۲۵زره ډالره مرسته وکړه.

په ۲۰۰۰م کې یې پریزن فیلوشیپ نومې ادارې ته ۵۰۰۰۰۰ډالره مرسته ورکړه دا یوه عیسوي تبلیغاتي اداره وه.

پرنس د عیسوي نړیوالې ټولنې چې د عیسویانو اتحادیه نومیږي غړی هم دی دا صلیبي تبلیغي ګروپ د صومال نه تر سوډان او بیا د عراق نه تر افغانستان پورې فعالیت لري.

د پرنس او د بلک واټر زیاتره منصبداران د توندلارې عیسوي ملیشې سوورین ملټرې آرډر آف مالټا غړي هم دي؛ د مالټا دغه ډله د صلیبي جګړو په بهیر کې د مسلمانانو څخه د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره په ۱۱مه میلادي پیړۍ کې جوړه شوې وه. دغه ډله د نړیوالو قوانینو تر سیوري لاندې د خپلواکۍ دعوه لري او د نړۍ له ۹۴ هیوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري؛ دوی خپل قانون، پاسپورټ، مُهر او ولسي ادارې لري.

کله چې په امریکا کې د خصوصي فوځي قراردادیانو په اړه بحثونه تاوده شول او بازار یې ګرم وو نو ایرک پرنس چې د لمړي سره دا فکر ورسره وو د الکلارک سره یو ځای او د دفاع وزیر رمزفیلډ په هڅو بلک واټر رامنځ ته کړ کوم چې ټول لګښت یې پرنس په غاړه واخیست.

د شمالي کیرولینا په نمجنو ځمکو کې راټوکیدلې دغه کمپنۍد بوش حکومت د ترهګرۍ ” اسلام ” ضد جګړې کې محوري ارزښت درلود.

بلک واټر کابو ۲۵۰۰ فوځي روزونکي لري چې د امریکا سربیره د نړۍ په ۹ هیوادونو کې ګمارل شوي دي.

دغه کمپنۍ د زیاتو الوتکو شخصي کنډک لري چې جاسوسي الوتکې او هلیکوپتر پکې شامل دي.

د کیرولینا په مایوک سیمه کې د ۷۰۰۰ هکتاره ځمکه کې په نړیواله کچه د شخصي امنیتي کمپنۍ ستر تربیتي مرکز دی.

دغه کمپنۍ خپله استخباراتي اداره لري چې پخواني پوځیان او د استخباراتو مامورین پکې شامل دي.

د ولسمشر بوش د دورې حاکمانو خصوصي کمپنیو خصوصا بلک واټر ته مکمله آزادي ورکړله د وخت د دفاع وزیر رمز فیلډ کوم چې یو سخت توند لاری عیسوي وو د بلک واټر د سختو حمایت کوونکو څخه وو او عراق او اسلامي هیوادونو ته یې د امریکايي فوځ څخه زیات د بلک واټر او خصوصي قراردادیانو لیږلو ته لیوال څوک وو.

امریکایي حاکمانو د بلک واټر لپاره د هر ډول جنایت او ظلم زمینه خپله مساعدوله او په ډېره سپین سترګۍ به یې د هغوی په وحشتونو ویاړ کولو.

په ۲۰۰۴م کال د جون میاشت کې د عراق لپاره د امریکا سفیر پال برېمر عراق ته تر رسیدو وړاندې خصوصي امنیتي قراردادیان د ۱۷م نمبر فرمان له مخې د قانون څخه لوړ وګڼل کوم چې دغه وحشي ځناور یې د سرکشو اوښانو په څېر یاغي کړل؛تر دې چې امریکایي فوځیانو ته به د خلکو د بې سببه وژلو له امله دوسیې جوړېدلې خو دفاع وزارت پنټاګون خپل دغه غیر رسمي بې جلبه فوځیان له هر ډول بندیز آزاد ګڼل.

بلک واټر خپل فوځیان له قانون څخه لوړ ګڼي او که کله هم دوی د پنټاګون د عمومي فوځي عدالت لاندې راشي، بلک واټر مخالفت کوي او استدلال کوي چې د دوی فوځیان عام اوسیدونکي دي؛ د فوځي نظم څخه بې غمه دي.

امریکایي مشران د بلک واټر د هر ډول جنایت دفاع کوي او د نړیوالو سترګو ته خاورې شیندي او بل ډول یې ورته توجیه کوي.

د امریکا له خوا د بلک واټر یو واضح او تاریخي مثال دا دی چې: کله چې د عراق په فلوجه ښار کې امریکایي صلیبي فوځیانو او بلک واټر صلیبي درنده ګانو په یو جګړه کې په ملکي وګړو بې دریغه بمونه او ګولۍ ورولې تر دې چې جوماتونه یې هم بمبارد کړل نو د نړیوالو رسنیو خبریالانو به د امریکایانو د خوښې مطابق راپورونه ورکول مګر کله چې د الجزیرې خبریال احمد منصور  د خلکو منځ ته ځي او د جګړې حقیقي انځور او امریکایي وحشت نړیوالو ته په ریښتوني ډول انځوروي نو د امریکایي فوځیانو د بې دریغه حملو ښکار ګرځي تر دې چې د امریکا ولس مشر بوش د برتانوي صدر اعظم سره د الجزیري د بمبارولو مشوره هم کوي.

په دغه جګړه کې امریکایانو له خوا د اوربند شرط هم همدا شي چې د الجزیرې خبریالان به د فلوجې څخه وزي.

په عراق کې د بلک واټر درنده ګانو د ملکي او وسلوال عراقي توپیر کله هم نه کولو؛ هغوی هلته هر مسلمان په دې عقیده وژلو چې دا به د مهدي د فوځ غړی وي هغوی د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو له وژلو هم خوند اخیستلو.

په یوه مظاهره کې یې پرته له کوم موجبه ځای پرځای ۱۵ عراقیان ووژل او ۷۸ نور یې ټپیان کړل.

هغوی به چې لارو کوڅو ته راوتل نو که به هر څوک د دوی کاروان ته نږدې کیدل پرته د خبرداري له ورکولو به یې ځای پرځای وژل.

د بلک واټر کسانو به هلته د داسې وسلو او مرمیو څخه کار اخیست چې حتی امریکایي فوځیانو ته یې هم د کارولو اجازه نه وه.

یو سهار د بلک واټر یو قراردادي بین تامس د خپل M_4 ماشیندار جاغور د تخریبي ازمویښتي مرمیو ډک کړ؛! د دې مرمیو د کارولو اجازه امریکایي فوځیانو ته نشته دغه مرمیو ته APLPویل کیږي او د انتونیو امریکایي کمپنۍ کې جوړې دي ؛ دغه مرمۍ د مرکبو فلزاتو څخه جوړې دي له فولادو او نور کلکو فلزاتو څخه تیریږي خو د انسان له پښو او نورو برخو څخه نه تیریږي د خټو او خښتو له اته انچه دیوال او څو پلستره وچ دیوال نه وتلای شي خو د انسان بدن د وتلو پرځای شړوي او داسې ټپونه جوړوي چې رغول او ګنډل یې ناشوني وي.

تامس وایي د ده په سپک ماشیندار کې د یادو مرمیو یو جاغور ډک وو او یو عراقي یې پرې پر نښه کړ چې د ورنونو د پاسه ولګید او سمدستي مړ شو؛ ګولۍ د هغه خیټې ته تللې وه او او د معدې لاندې برخه یې بشپړه له منځه وړې وه د هغه د معدې هر څه چاودیدلي او شړیدلي وو.

دی وایي:ما هر ډول وسله کارولې وه خو کوم تخریب چې په APLP مرمیو کې وو په بله وسله کې مې نه وو لیدلی.

دی زیاتوي: هغه څه چې زما د نښه شوي مظلوم عراقي سره وشول له بل چاسره نه وو شوي.

هغه وایي زما ملګري د همدې مرمیو لپاره جنګیدل کله چې مو ججورې تشې کړې هر یو ته مې پنځه پنځه ورکړې.

د دې مرمیو پر سر په کانګرس کې ډېر بحثونه وشول مګر تامس د خپلو ملګرو سره وعده وکړه چې د رخصتۍ د خلاصیدو سره به د امریکا څخه دغه مرمۍ درته راوړم.

دا د بلک واټر د وحشت او ظلم یو وړه بیلګه وه هغه څه چې دوی کړي دي دا یو څو کرښې یې نشي خلاصولی هغو داسې جنایتونه کړي دي چې لا تر اوسه څوک پرې خبر هم نه دي خو اوس اوس یوه یوه افشا کیږي. مګرڅوک به  د دوی د ظلم او وحشت پوښتنه وکړي او محاکمه به یې کړي.

مخکینې مطلب

حزب اسلامي: پر مومند د بريد په اړه به بې تفاوته پاته نه شو

بل مطلب

سعودي له قطر سره تړلې پوله پرانيستله

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com