یواس اې ټوډي: له افغانستانه ځواکونه ایستل د امریکا په ګټه دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۶ فرید افغان)
د امریکا مشهورې ورځپاڼې یواس اې ټوډي په یوه نشریه کې چې تیره ورځ خپره شوه ویلي دي
په افغانستان کې د امریکا د ماموریت دوام د امریکا په زیان دی او ښه به وي چې ټرمپ خپل پوځيان له دغه هېواده وباسي.
یادې ورځپاڼې لیکلي چې ټرمپ هیڅ اړتیا نلري چې د مکین ستراتیژي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو اوږدمهالی شتون غواړي دې خامخا عملي کړي.
نشریې زیاته کړې چې که د ځواکونو لیږل ګټه نلري نو باید د میلیاردونو دالرو د مخنیوي سره سره د خپلو عسکرو سر ته هم پام وکړي.
نشریې امریکا ته خبردراری ورکړی چې که امریکا د جګړې تداوم وغوښت، له سختو ځاني او مالي تلفاتو او زیانونو سره به مخ شي.
دا پداسې حال تیره ورځ طالبانو هم دامریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم په یو پرانستي لیک کې ویلي وؤ چې افغانستان کې یې د ۱۶ کلن پوځي حضور پایله دا شوه چې نن افغانستان په امنیتي لحاظ تر ټولو نا امنه، په اداري لحاظ تر ټولو فاسد او په اقتصادي لحاظ تر ټولو نیستمن هیواد ګڼل کیږي.
طالبانو ویلي و، چې د دې ټولو لامل دادی چې دلته د بهرني اشغال په وسیله د افغان غیرتي ولس اراده محکومه شوې، د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا یې سلب شوې او د واک چارې یې داسې چاته سپارل شوې چې هغه پردیو ته د مزدوري له امله د افغان ولس په منځ کې ترټولو ناوړه، بدمرغه او منفورې څیرې بلل کیږي.
دمګړی د ټرمپ اداره هم پر څو انتخابونو کار کوي، چې له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي، دلته خپل ځواکونه ډېر کړي او که جګړه خصوصي کمپنیو ته وسپاري.


















