هسپانیا: د لارۍ موټر په برید کې ۷۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، او په یوه رستورانت هم برید روان دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۷ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د هسپانیې په بارسلونا ښار کې د سیلانیانو د خوښې په یوه سیمه کې یو لارۍ ډوله موټر د خلکو په ګڼه ګوڼه برید کړی، چې لسګونه سیلانیان یې مړه او ژوبل کړي دي.

ددې هېواد د رسنيو د معلوماتو پر اساس په پېښه كې د وژل شوو كسانو شمېره ۱۵ تنو ته رسېدلې ده، او شاوخوا ۵۰ تنه نور ټپيان دي، چې د ډیری ټپیانو حالت د اندیښنې وړ دی.
پولیس وایي بریدګر له سیمې څخه په تیښته بریالی شوی دی.

په همدې حال کې پوليسو ویلي چې د پېښې سيمې ته نږدې دوه تنه وسله وال بريدګر يو رستورانت ته ننوتي دي، جګړه روانه ده خو د مرګ ژوبلې کره ارقام لاندي څرګند .
په بارسلونا ښار کې په ټولیز ډول بیړنی حالت اعلان شوی، ښار د خلکو پرمخ بند دی او د اورګاډي ټول تمځایونه تړل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button