نن په ټول هېواد کې د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۸ کليزه لمانځل کېږي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۸):
نن چې د زمري د مياشتې ۲۸ نېټه ده، په ټول هېواد کې له انګريزانو د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۸ کليزه لمانځل کېږي.
افغانانو په ډېرو سترو قربانيو او سرښندنو د غازي امان الله خان په مشرۍ د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.
۹۸ کاله وړاندې په همدې ورځ افغانستان په رسمي ډول د بريتانيا له لويې امپراتورۍ څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او په نړۍ کې د يو خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژندل شو، چې ورسره پخواني پاچا غازي امانالله خان په رسمي ډول دغه ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ اعلان کړه.
د ولسمشر اشرف غني له لوري د ازداۍ د لمانځلو په مناسبت په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي کې د ګلانو ګېډۍ کېښودل شوه.
د ازادۍ د ۹۸ کليزې د لمانځلو لپاره په مرکز کابل او د هېواد په ټولو ولايتو کلک امنيتي تدابير نيول شوي او ډیری خلک د افغانستان د رنګه بيرغ سره واټونو، سړکونو او کوڅو ته راوتلي دي، چې په ډيری واټونو کې د غازي امان الله خان انځورونه لګولي دي.
دغه راز د کابل ښار ډیری غځېدلې د امنيتي خطراتو له ويرې په وسايطو بند شوي او د خلکو د تګ راتګ مخه يې نيولې ده.
هرکال دغه ورځ په ټول افغانستان کې عامه رخصتي وي او د زمري ۲۸ هېوادوال د خپلواکۍ ورځ بولي او لمانځي.
طالبانو هم د افغانستان د ۹۸ کليزې په مناسبت د هېواد ټولو وګړو ته مبارکي ورکړې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې ويلي، چې دا کليزه په داسې مهال راځي چې دمګړۍ د انګريزانو په شمول امريکايي ځواکونو هم په افغانستان يرغل کړی او له تيرو ۱۶ کلونو يې د افغانستان خاوره يرغمل کړې ده.



