ترينکوټ: د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنې نښتې شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۸): د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې شوي، چې دواړې غاړې يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
په ترينکوټ کې د ملي اردو يو لوړپوړي قومندان رحمت شاه قيمتي رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز ترينکوټ په خانقا سيمه کې د پوليسو په پوستو او مرکزونو بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوشتې ده.
نوموړي خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دوه مهمو مرکزونو او د نيولو ادعا کړې ده.
نوموړي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د ترينکوټ په خانقاه او بزديچي په سيمو کې يې له دولتي ځواکونو دوه مهم مراکز نيولي او پکې ۱۷ عسکر وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه بريدونو کې د دولتي ځواکونو دوه ټانګونه ويجاړ شوي او يو ټانګ او ديارلس ميله وسله د دوی وسله والو ته لاسته ورغلې ده.
احمدي تر دې دمه خپل لور ته د اوښتې مرګ ژوبله په اړه څه نه دي ويلي.
خو په عين حال کې د روزګان د عامې روغتيا رييس امين الله توخي رسنيو ته ويلي، چې له يادې جګړې څخه وروسته يې له دغه سيمې ولايتي روغتون ته اتلس ټپي عسکر وروړي، چې پنځه يې د ملي اردو او پاتې نور پوليس دي.
د هغه په وينا، يو پوليس په روغتون کې ساه ورکړې او د نورو درملنه وانه ده.



