کرکټ: سپين غر لوبډلې د غازي امان الله خان سياليو اتلولي وګټله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۹): په هېواد کې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان سياليو اتلولي د سپين غر لوبډلې وګټله.
تېره ورځ د هېواد د پنځو زونونو تر منځ دغه پای لوبه د ننګرهار ولايت په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه.
د یو ورځینو لوبو دغه سیالۍ شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په خوست کې پیل شوې وې او پایلوبه د بوست او سپین غر لوبډلو ترمنځ وه چې بست ته يې ماتې ورکړه.
بوست لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه، خو خپل لوبغاړي یې ژر ژر له لاسه ورکړل. د بوست لپاره تر ټولو ډېرې منډې طارق ستانکزي وکړې چې ۴۸ منډې وې، لوبډلمشر ګلبدین نایب ۳۱ منډې وکړې. نورو لوبغاړو د پام وړ لوبه ونه شوه کولای.
د سپين غر لوبډله کې ډيرې منډې درويش رسولي او شفيق الله وکړې، خپله لوبډله يې بريالۍ کړه او په پنځو ويکټو يې دغه پای لوبه وګټله.
د يادو سياليو پای لوبې ته د ننګرهار والي ګلاب منګل، د لغمان والي عبدالجبار نعيمي او يو شمير نور چارواکي هم ورغلي و.



