ای زما امته، ای زما امته؛ ای زما رحمته، ای زما رحمته!

عزیر اسدخیل
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه عرش ته ورسید نو د خپل پایزار په ویستلو یې پیل وکړ، آواز پرې وشو چې خپل پیزار ولې باسې؟
هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ای لویه خدایه! له دې ویرې چې بېرته ونه شړل شم، د شړل کېدو تریخوالی ونه څکم، او هغه څه راته ونه ویل شي چې زما ورور موسی علیه السلام ته ویل شوي وو.
آواز پرې وشو چې ای محمده (صلی الله علیه وسلم)!
که موسی علیه السلام څه اراده کړې وه نو مراد ته وې، که موسی علیه السلام څه خوښ کړي وو نو محبوب ته یې، او که موسی علیه السلام څه غوښتي وو نو مطلوب ته وې، ته ته ماته نږدې یې او ته زما حبیب یې، چې هر څه غواړی له ما یې وغواړه، زه اوریدونکی او قبلوونکی یم.
رسول الله صلی الله علیه السلام وفرمایل:
ای زما لویه خدایه!
زه له تانه د آمنې په اړه چې زه زیږولی یم هیڅ نه غواړم! او نه د حلیمې په اړه چې زما رضاعي مور ده درنه څه غواړم! او نه د خپلې لور فاطمې په اړه څه غوښتنه لرم!
زه یواځې د خپل امت په اړه درته سوال کوم.
نو ورته وویل شول چې: ای د رحمت او مهربانۍ پیغمبره!
دا ته څومره په خپل امت مهربان او مشفق یې؟ ستا امت خو کمزوری مخلوق دی، او زه ډیر مهربان رب یم او ته ډیر شریف پیغمبر یې نو یو ضعیف امت به د لطیف او شریف تر مینځ نه هیڅکله ضایع نشي.
زما دې په خپل عزت او جلال سوګند وي، زه به قیامت زما او ستا تر مینځ دوه ټوټې کړم ته به چیغې وهې چې ای زما امته! ای زما امته! او زه به آواز کوم چې ای زما رحمته! ای زما رحمته!
نو پر پر رسول الله درود ووایاست.
اللهم صل علی محمد و علی آل محمد و صحابته اجمعین.



