افغان حاجیان: له سختو مشکلاتو سره مخ یو، حکومت مو هیڅ غم ندی خوړلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۳۰ فریدافغان)
افغاني حاجیانو رسنیو ته د حکومت له بې غورۍ څخه سر ټکولی او په وینا یې چې ګډحکومت ورته لازمې آسانتیاوې ندي برابرې کړې.
راپورونه وایي چې له افغانستان څخه شاوخوا ۳۰ زره حاجیان مکې مکرمې ته رسیدلي چې حرم شریف ته د تګ له پاره ورته ۶۰ بسونه کرایه شوي دي.
د حساب تر مخه هر بس باید په ورځ کې ۵۰۰ حاجیان له یوه طرف او همدومره له بل طرف څخه نقل کړي، چې دا چاره ناشونې ده.
حاجیان وایي؛ چې په مکه کې د اوسیدو ځای زیات لري ده او دوی نشي کولی چې آن د جمعې لمانځه ته هم ورسیږي.
د احمدخان په نوم یو حاجي رسنیو ته ویلي؛ داسې مهال چې هیڅ لاره بنده نه وي او بس ازاد او ګړندی تګ وکړي ایله په شلو دقیقو کې رسیږي او که حرم شریف ته ځي، دوه ساعته مخکې به کوټه پریږدې او بس ته به ځان رسوې ګني یو لمونځ هم په جمع نشې کولی.
حاجیانو ویلي چې هره ورځ ددې پخاطر چې لمونځ په حرم شریف کې په جمع ادا کړي دیرش ریال کرایه ورکوي.
ځینې حاجیان بیا د بسونو د کمبود سربیره د ډوډۍ له کیفیت څخه هم شکایت لري او په خبره یې چې د ورځې لږه غوښه یو قاب وریجې او د شپې له لوري د سبزی سوپ راوړي چې زړه ته یې نه کیږي.
یو افغان حاجي وایي چې هره ورځ یې د کوټې ملګري هوټل ته ځي او د ښې ډوډۍ د خوړلو له امله لسګونه ریال مصرف کوي.
همداراز ځینې حاجیان بیا دښوونکو له استعداد او فعالیت نه هم سر ټکوي او په وینا یې چې ښوونکو تر اوسه په هیڅ هم ندي پوهولي
د افغان حاجیانو یو تن مشر رسنیو ته ویلي چې د عمرې، طواف، عرفات ته تګ، په منی کې پاتې کیدل، په مزدلفه کې اودریدل او د شیطانانو ویشتل باندې پوهیدل ، باید د ښوونکو له لوري حاجیانو ته ور زده شي خو تراوسه دا کار ندی شوی او ښوونکي له اوله تراوسه په اداري کارونو بوخت دي.
خو ښوونکي بیا وایي چې دوی په لوی لاس د حاجیانو له تعلیم څخه منع کیږي.
له افغانستان څخه له حاجیانو سره راغلي یو ښوونکي د نوم د نښودلو په شرط پژواک خبري آژانس ته ویلي چې زموږ دنده دا ده چې حاجیانو ته د حج د ښه آداکولو په موخه د ټولو اصولو زده کړه ورکړو خو موږ دغه کار ته نه پریښودل کیږو.
د نوموړي په خبره چې دوی د زده کړې پر ځای د مامورینو دنده پر مخ وړي او ټوله ورځ پدې کار مصروف وي.
د حاجیانو په ستونزو تر اوسه نه په ریاض کې د سعودي سفارت او نه هم افغان حکومت څه ویلي دي.
د حاجیانو ستونزې داسې مهال زیاتې شوې چې شاوخوا ۱۱ ورځې لا هم د حج د پیل مراسمو ته پاتې دي او که ستونزې همداسې دوام وکړي حاجیان به له سختو ننګونو سره مخ شي



