د بدمعاشانو يوې ډلګۍ ۷ پاکستاني پوليس تښتولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۰): د پاکستان د پنجاب ايالت امنيتي چارواکي وايي، په دغه ايالت کې د بدمعاشانو يوې ډلګۍ ۷ پاکستاني پوليس تښتولي دي.
پوليس چارواکي وايي، چې بدمعاشانو ترې د پوليسو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو بنديانو د پرېښودلو غوښتنه کړې.
يو تن ځايي پوليس عتيق طاهر رسنيو ته ويلي، چې دغه پوليس د پنجاب د رجنپور د رجحان په سيمه کې په کښتيو کې له سيند څخه پورې وتل چې د بدمعاشانو له لوري وتښتول شول.
نوموړي اسوشېټډ پرس ته ويلي، چې سيمې ته يې نور امنیتي ځواکونه استولي او د تښتول شويو پوليسو لټون روان دی.
د سرچينې په وينا، ځايي حکومتي مسئولين هڅه کوي چې د قومي مشرانو په توسط دغه پوليس د ډاکوانو له منګولو وژغوري خو تر دې دمه د يادو پوليسو په خوشې کولو نه دي توانېدلي.
پوليس وايي، دغه تښتوونکي د خپلو کسانو پرېښودل غواړي تر اوسه معلومه نه ده چې د بدمعاشانو کسان کله چيرته او ولې نيول شوي دي.
دا لومړی ځل دي چې په پاکستان کې د بدمعاشانو له لوري پوليس تښتول کېږي.



