د کندهار د محبس سياسي بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۰): د کندهار ولايت د مرکزي محبس د (سرپوزې زندان) کې سياسي بنديانو د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی.

د دغه زندان څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، زندانيانو له دې امله اعتصاب پيل کړی چې په وينا يې په دغه زندان کې له بنديانو سره ناوړه چلند کېږي او وخت ناوخت د بنديانو توهين کېږي.

سرچينې زياته کړې، چې تېر ماښام د اعتصاب کوونکو زندانيانو او پوليسو تر منځ له لفظي شخړې وروسته وهل ټکول هم شوي، چې يو شمير زندانيان د پوليسو له لوري وهل شوي او ټپيان شوي دي.

د دغه محبس بنديانو ويلي، چې له دوی سره د چارواکو له لوري ظالمانه چلند کېږي او په خبره يې چې د بندي علماوو سپکاوی، د عبادت پر وخت د بنديانو توهين او نور ډول ډول تکليفونه ورکول کېږي.

دوی زياتوي، چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره يې اعتصاب پيل کړی او د تر هغې به ادامه ورکړي، ترڅو د زندان چارواکي له دغه ډول کړنو لاس په سر شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د کندهار په محبس کې له زندانيانو سره د چارواکو د ظالمانه کړنو راپورونه ورکول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې سياسي بنديان شکنجه شوي، زورول شوي او د بند د مودې د تېرولو سربيره لا هم په زندانونو کې ساتل کېږي.

تر اوسه د بشر حقونو کومې ادارې او يا حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button