د روسيې يوه الوتکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۱): روسي چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په جنوب کې يوه الوتکه نسکوره شوې او پيلوټ يې وژل شوی دی.

د دغه هېواد د اضطراري حالت ادارې ويلي، چې روبينسن آر ۶۶ الوتکې تېره ورځ د تور سمندرګي اناپا سيمه کې په غرونو کې سقوط کړی دی.

دغې سرچينې ويلي، چې په ياده الوتکه کې يواځې پيلوټ سپور و چې پکې وژل شوی او په ځمکه کې يې نور زيان نه دی اړولی.

تر اوسه د دغه الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو چارواکي وايي چې په دې اړه يې پلټنې روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button