(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۱): په افغانستان کې د ټرمپ د ستراتيژۍ په اړه طالبانو غبرګون ښودلې او توندې څرګندونې يې کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، دا چې امريکايانو په افغانستان کې د خپلو عسکرو په شتون ټينګار او دغه هېواد يې د امريکا لپاره تهديد بللی، نو دوی به هم خپل مقاومت ته دوام ورکړي.
طالبان وايي، تر هغو چې په هېواد کې يو امريکايي شتون ولري، (مونږ به په پياوړې روحيه، پوره عزم او لا ډیر متانت سره د هغوی په وړاندې جهاد کوو).
طالبانو ويلي، چې امريکا ته پکار وه چې د جګړې د دوام پرځای يې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو فکر کړی وای، خو دا کار يې ونه کړ او په خبره يې، لکه څرنګه چې ټرمپ ويلي و(امریکایان دافغانستان اوږدې جګړې وارخطا کړي دي) دوی وايي موږ به دوی نورهم له وارخطايي سره مخ کړو او زياتوي چې (امریکايي چارواکي به دلته دحقائقو منلوته مجبوره کړو) افغانان د خپل استقلال ګټلو او اسلامي نظام د راوستلو په لاره کې نه ستړي دي او نه به ستړي شي.
د ذبيح الله مجاهد په وینا، که امریکايان خپل ځواکونه له افغانستانه ونه باسي، نو دغه هېواد به د امريکايي امپراطورۍ په هديره بدل شي.
دغه راز نوموړي ويلي، چې افغانستان د هيچا لپاره تهدید نه دی اونه زموږ له خاورې چاته ضرر رسیدلی، بې ځایه ادعاوې او د استخباراتي پروپاګند تر تأثیر لاندې راتلل په خپله د جګړو او بدبختیو لامل ګرځیدلي دي.















