کابل کې د امريکا پر سفارت او هوايي ډګر توغندي لګېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۱): د ورکړل شويو راپورونو پر اساس تېره شپه په کابل کې د امريکا پر سفارت او هوايي ډګر توغندي وار شوي، چې امریکايي عسکرو ته يې ځاني او مالي تلفات اړولي دي.
د مالوماتو له مخې، يو توغندی د امريکا سفارت په داخل کې لګېدلی چې ورسره د خطر زنګونه وهل شوي دي.
رويټرز خبري اژانس د ځايي پولیسو له قوله ويلي، چې يو راکټ د ولسمشرۍ ماڼۍ، سفارتونو، د بهرنیو ځواکونو مرکز او دولتي ودانیو ته نژدې په یوه خالي سړک لګېدلی دی.
طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې په بريد کې امريکايي ځواکونو ته ځاني او مالي زيان اوښتی دی.
طالبانو ويلي، چې يو توغندی په هوايي ډګر او بل توغندی په امريکايي سفارت لګېدلی چې دواړو کې امريکايانو تلفات اوښتي خو د کره شميرو په اړه يې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
وخت ناوخت وسله وال طالبان په کابل کې په ميشتو بهرنيو پوځي اډو توغنديز بريدونه کوي، چې چارواکي ورته اوښتي تلفات پټ ساتي.



