(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۱): وسله والو طالبانو د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو دوه لويې درې نيولي او ۱۳ پوليس تسليم شوي.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات پيل کړي، چې تر دې دمه يې دوه لويې درې تر تسلط لاندې راغلي دي.
طالبان وايي، چې دوی په دغه ولايت کې د خپل فعاليت ساحې پراخوي او په دې اړه يې لا هم عمليات جريان لري.
دغه راز طالبانو ويلي، چې د عملياتو په وخت ۱۳ تنه پوليس د دولتي ادارو رابيل او دوی ته تسليم شوي دي.
وخت ناوخت ځينې دولتي پوليس طالبانو ته تسليميږي چې له ځان سره خپلې وسلې او نور نظامي توکي هم وروړي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي چې دغه پوليسو ورته وسلې وروړي او که نه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ هم د دغه ولايت د نورګرام ولسوالۍ درې لويې درې د دوی تر تصرف لاندې راغلې او په وينا يې چې لا هم دغه لړۍ ادامه لري.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.


















