د روزنې لپاره امريکا ته تللي درې افغان نظاميان لادرکه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۱): امريکايي چارواکي وايي، چې دغه هېواد ته ورغلي درې تنه افغان نظاميان چې د محبس کارکوونکي و لادرکه شوي دي.

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، دغه درې تنه افغانان د امريکا کولورادو ايالت ته د رونې لپاره تللي و.

يادې سرچينې ويلي، چې دغه درې تنه افغانان چې د يو تنظيم شوي سفر په لړ کې ورغلي و، د روانې اوونۍ د شنبې د ورځې له ماښام وروسته خپل استوګنځي ته نه دي ستانه شوي.

د کولورادو ايالت د اصلاحاتو د ادارې وياند مارک فيربيرن د ورک شويو افغانانو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ځينو سرچينو ويلي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې  د لوړو زده کړو، پوځي زده کړو او نورو برخو کې د روزنې لپاره لسګونه افغانان چې امريکا تللي دي، بيرته نه دي راستانه شوي او همالته يې په امريکا يا کاناډا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د مالوماتو له مخې، د هغه کسانو شمير چې په امريکا کې يې د تيښتې او پاتې کېدو هڅه کړې، سلګونه کسانو ته رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button