(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱فرید افغان)
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د ۲۰ فرقې قوماندان عبدالمالک کریمي رسنیو ته ویلي چې له څلور ورځنیو عملیاتو وروسته چې پکې د افغان ځواکونو تر څنګ بهرنیو عسکرو هم برخه لرله د اقتاش په ولسوالۍ کې یې ځینې پرمختګونه کړي او څو کلي یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
نوموړي ادعا کړې چې په عملیاتو کې یې ۵۴ تنه طالبان وژلي او د اقتاش د نوې ولسوالۍ اړوند یې ۲۰ کلي نیولي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا داخبرې رد کړې او په وینا یې چې یاد عملیات یې له ناکامۍ سره مخ کړي دي
د نوموړي په خبره کله چې ګډځواکونه دځمکې له لارې پرلپسې ناکام شو، نو يې د هوا له لارې د عامو خلکو په کورونو او کلیو وحشیانه او ظالمانه بمبارۍ پیل کړه چې په ترڅ کې يې د سیمې ګڼ کلي او کورونه بشپړ ویجاړ شول، خلکوته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل، مواشي له منځه لاړل او د خلکو فصلونه هم په مخروبه بدل شول.››
مجاهد زیاتوي چې طالبانو د دې په خاطر چې سیمیز وګړي له بمبارۍ وژغورل شي څو کلي پریښودل ‹‹ مجاهدینو د کلیو د بمبار څخه د ژغورلو په مقصد له ۳ کیلو څخه مؤقتي شاته تګ وکړ او خپل نظامي خطونه يې بې ځایه کړل.››
طالبانو ادعا کړې چې په چاودنو کې یې ۱۳ تنه کماندو عسکرو او اربکیان وژلي، ۱۱ ټپيان دي، او د هغوی ګڼ ټانکونه او رینجر موټر یې ویجاړ کړي دي.
طالب ویاند ویلي چې په عملیاتو کې ټولټال ۹ تنه طالب وسلوال وژل شوي، او ۳ نور ټپیان دي.
طالبانو ویلي چې تیره شپه ګډوځواکونو عملیات پرځای پريښودل او د ځان ژغورلو په نیت له سیمې وتښتیدل
او په وینا یې چې نن سهار یې بیرته خپل سنګرونه ونیول.
طالبانو د حکومت ادعا پروپاګند بللې او په خبره یې چې د ګډو ځواکونو ټول عملیات له صفر ضرب و.
طالب ویاند وایي ‹‹ د مجاهدینو د دومره شمیرې تلفاتو راپورونه او د کلیو د نیولو خبرونه د حکومت همیشنی کاذب عادت دی، چې حقیقت نلري››
باید وویل شي چې شاخوا دوه میاشت وړاندې هم د عملیاتو په ترڅ کې د اقتاش په ګاونډ کې د کنم او حضرت سلطان سیمې چې د کندوز په ښار پورې تړاو لري بشپړ د افغان ځواکونو په واک کې راغلې وې خو له څو ورځنیو جګړو وروسته یې دغه سیمه خوشې کړه او افغان ځواکونه بیرته له سیمې راووتل.


















