(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی۱): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې سرتیری بريد شوی، چې له امله يې لسګونه سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنيو ته ويلي، چې دغه موټربم بريد نن غرمه د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ قراول ته نږدې د ملي اردو پر ځواکونو شوې ده.
نوموړی زياتوي، چې په دغه پېښه کې له څلوېښتو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې پوليس هم پکې شامل دي.
له بله پلوه وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی يو تن سرتيري بريدګر (نظام الدين حنظله) چې موسی کلا اوسېدونکی و، د امنيه قومندانۍ له دوهم نظام قراول سره د موټربم بريد کړی، چې په ترڅ کې يې د دولت د مهمو افسرانو په ګډون ۳۹ تنه عسکر وژل شوي او ديارلس تنه نو ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د موټربم د قوي انفجار له کبله په سيمه کې ولاړ نهه ټانګونه، درې رينجر موټر او نور شاوخوا نور پوځي وسايط هم له منځه تللي دي.
که څه هم چارواکي د يو شمير ولسي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورنه ورکړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په هلمند کې ځايي خبریالانو وايي، چې د پوځ سرتېري میاشتنۍ تنخا اخیستلو ته د یوه بانک مخې ته ټول شوي وو چې دا چاودنه پرې نږدې ۱۱ بجې وشوه.


















