(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱): د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې شوي، چې طالبان پکې د پرمختګ ادعا کوي.
د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو نن سهار وختي د دواب او نورګرام ولسواليو په ځينو پوستو بريدونه وکړل، چې د دوی له لوري په شا تمبول شوي دي.
خو د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو د دغه بريدونو په پايله کې له دولتي ځواکونو درې مهمې پوستې نيولي چې دوه د پوليسو او يوه د اربکيانو ده.
دغه راز طالبانو ويلي، چې په نيول شويو پوستو کې ۸ ميله سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه پوځي توکي هم لاسته ورغلي دي.
طالبان وايي، په دغه بريد کې شپږ اربکيان او څلور پوليس وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان دي.
د نورستان د والي حافظ عبدالقيوم په وينا، چې په ياد بريد کې دوه پوليس وژل شوي، خو طالبانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو په جګړه کې د خپل يو ملګري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


















