(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱): اسرائيل وايي، چې تهران په سوريه کې ترورستي ډلو ته وسلې ورکوي او په دغه هېواد کې د ایران پراخ حضور منځنی ختيځ او ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده.
دغه څرګندونې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په روسيه کې د هغه هېواد له ولسمشر ولاديميرپوتين سره د ليدو پر مهال وکړې او زياته يې کړه، چې په سوريه کې د ايران پراخ حضور او نظامي فعاليتونه، نه يواځې منځنی ختيځ بلکې اسرائيل هم ګواښي.
هغه د روسيې ولسمشر ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی په خپلو ګډو هڅو داعش ډلې ته ماته ورکوي خو اندېښنه يې څرګنده کړه، چې کومه سيمه کې داعش يا اسلامي دولت ډله ماته وخوري نو هغه ځای ته ایران رامخته کېږي.
د نتنياهو په وينا، چې ايران په سيمه کې ترورستي ډلو ته وسلې ورکوي او د هغوی ملاتړ کوي.
له تېرو شپږو کلونو راپديخوا ايران او روسيه په سوريه کې د بشارالاسد ملاتړ او د داعش وسله والې ډلې پرضد هوايي او ځمکني عمليات کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائيلي رسنيو څه موده وړاندې داسې انځورونه خپاره کړل، چې ګنې ايران په سوريه کې د وسلو جوړولو فابريکې جوړې کړي دي.


















