(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱ فریدافغان)
ټاکل شوې وه چې د امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ د پلویانو لخوا د امریکا په ۳۶ ښارونو کې د اسلام او مسلمانانو پرضد پراخې مظاهرې وشي.
د امریکایي چارواکو لخوا لاریون والو ته ویل شوي چې ښایي په یادو ترتیب شویو لاریونونو کې خونړۍ پیښې رامنځته شي نو لهذا باید له دې کار څخه ډ ډه وکړي.
د ټرمپ پخوانى سلاكار سټېفن بېنن چې تېره اونۍ له سپينې ماڼۍ وشړل شو، په خپله انټرنټ پاڼه لیکي؛ پر لاریونونو د بندیز اساسي لامل تېره اونۍ په اروپا او امريكا كې د تاوتريخوالي پېښې وې، چې پکې ګڼ خلک ووژل شول نو له همدې ویرې امریکایان هم اړ شول چې د داسې لاریونونو مخه ونیول شي.
د لاریون ترتیبات د `اكټ فار امريكا` په نامه د یوې ټولنې لخوا نیول شوي ؤ، اوغوښتل یې چې د سپتمبر په ۹مه نېټه د امريكا په ۳۶ ايالتونو كې اسلام ضده لاريونونه ترسره كړي.
یاده ټولنه د ډونالډ ټرمپ د پلويانو لخوا جوړه شوې او هڅه کوي چې په امریکا کې د مسلمانانو پرضد خپله کرکه له همداسې لارو څرګنده کړي.
باید وویل شي چې یادې ټولنې د جون په مياشت كې د `شريعت پر ضد لاريون` تر نامه لاندې اسلام دښمنه مظاهرې هم كړې وې
امریکایي مسلمانانو له دې ګامه هر کلی کړی، او د( امريكا – اسلام) ټولنې د اړيكو شورا ویلي چې دا په امریکا کې د اسلامپالو د بریا نښه ده.
د یادونې وړ ده چې امریکایي ولسمشر د اسلامپالو تر ټولو مخالفه څیره بلل کیږي او نوموړي د انتخاباتي منډو ترړو په وخت کې هم په اسلامپالو توندې نیوکې کولې.


















