(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱ فرید افغان)
د پکتیا د ځایي چارواکو لخوا نن عملا د برق د ویش چارې پیل شوې او د مسؤلینو په وینا چې دا پروژه به تر راروان ژمي پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.
مسوولين وايي چې پکتيا ته د برېښنا ورکولو درې پړاوونه درلودل، چې دوه يې بشپړ شوي او درېيم او وروستی يې هم د شبکې فعالول و، چې عملاً يې کار پيل شو.
د مسؤلینو په وینا دا بریښنا به په لومړي پړاو کې په مرکز ګردېز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې اتلس زره کورونو ته برېښنا ورکړي.
د پکتيا ولایت د برېښنا رييس انجنير اصف نيازی نن د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې د برېښنا فعالولو له شرکت سره د ۲۰۱۸ کال تر وروستيو پورې قرارداد شوی او د برېښنا د وېش چاره به هم په ښه کيفيت تر سره کوي.
د نوموړي په وینا په یاد بریښنا به شاوخوا شل ميليونه ډالره لګښت راشي او په خبره یې چې زرګونه کورونه به ترې روښانه شي
د نوموړي په خبره چې د برېښنا د انتقال ستونزه يواځې په لوګر کې پاتې او د چارواکو لخوا ژمنه ورکړل شوې، چې تر راتلونکو درې مياشتو پورې به هغه ستونزه حل شي همداراز به په راتلونکي کې د کورونو شمېر او ساحه کرار، کرار زياتيږي، څو چې د ولايت ټولو برخو ته برېښنا ورسيږي.
په یاده غونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي څرګنده کړه چې د برېښنا د فعالولو کابو ٪۹۰ چارې تر سره شوې او هڅه يې دا ده چې تر ژمي پورې د ګردېز اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي.
دى زياتوي: ((برېښنا درې پړاوونه لرل، اول يې تر ګردېزه د کېبل رارسېدل او وصل کېدل و، دويم سب سټېشن جوړېدل او دا دواړه بشپړ شوي او اوس درېيمه برخه د برېښنا د عملي وېش ده، چې هغه مو هم پرانيستله او تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې به ان شاءالله ټاکل شوي اتلس زره کورونه برق ولري.))
سوداګر هم د بریښنا راتګ ته خوشبینه دي او په خبره یې چې د دوی ډیرې چارې به تر دې وروسته په آسانۍ سره ترسره کیږي.
همداراز په دې ولایت کې د صنعتي پارک چارې هم بشپړې شوې او تمه ده چې تر راتلونکو درې اوونيو پرانيستل شي.
سیمیز اوسیدونکي له دې چارې شکایت کوي او حکومت په بې غورۍ تورنوي.
د سیمې خلک وایي د بریښنا پایي له ښار څخه په لرې واټن کلیو کې نصب شوې؛ او ټاکل شوې چې له همدې سترو پایو کوچنۍ بریښنا پایې ښارته ولیږدول شي ؛ خو په وینا یې چې په احصایو کې همدې کلیو ته هیڅ ونډه پکې نده ورکړل شوې سیمیز خلک وایي که حکومت یې غم ونه خوري لاریونونه به وکړي او د خپلو پټیو څخه به پاي لرې کړي.


















