طالبانو تخار درقد کې شراب کشف کړي او د عامو خلکو په وړاندې يي سوځولي دي

کابل ټکی کام (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل)
تخار ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې ويل شوي دي، چې تېره ورځ د همدغه اړوند درقد ولسوالۍ کې طالبانو د یوه ځانکړي عملیات په نتیجه کې په سلکونه بوتل شراب کشف کړي او د عامو خلکو په وړاندې يي سوځولي دي .
له سيمې نه عیني شاهدانو ويلي دي چې دغه شراب د «اچه ګذر» سیمه کې هغه مهال کشف شول چې له یادې سيمې نه قاچاق په ډول ليږدول کېده .
دغه سلګونه بوتل شراب تېره ورځ سهار مهال د درقد ولسوالۍ بازار څلور لاري کې په عام محضر کې وسوځول شول .
سليم بریال



