په بلجیم کې اوس لا هم د مسلمانانو نیول او شکنجه کول دوام لري
کابل ټکی کام فرید احمد ځانګړی راپور
تېره ورځ په بلجیم کې یو ځل بیا پولیسو د مسلمانانو په مراکزو، جوماتونو او کورونو باندې چاپې ووهلې چې په لسګونه مسلمانان یې جیل خانو ته رسولي دي.
د بلجیم لوړپوړي چارواکي وايي چې یوازې ۹ کسه مسلمانان يې په چاپو کې نیولي دي او ورسره بندیان دي.
ددوی له قوله چې همدا ۹ کسه مسلمانان یې د فرانسې د جمعې د ورځې د برید په تړاو نیولي دي.
یوه بلجیمي چارواکي ویلي دي چې د یادو ۹ کسانو له جملې څخه دوه کسه مستقیماً د فرانسې په شوې حملو کې ښکیل وو، او پاتې ۷ کسان هم تر شک لاندې دي.
خو په بلجیم کې یو افغان مهاجر بیا وايي چې په هر ځای چاپې وهل کیږي او مسلمانان نیول کیږي، خصوصاً عربان ډير زورول کیږي. دی زیاتوي چې تراوسه یې له سلو زیات مسلمانان نیولي دي چې اکثر یې خپلو ملکونو ته سپارلي دي.
هغه وايي چې د لمانځه د اداء کولو لپاره جوماتونو ته نشي تلای ځکه چې ویریږي جومات کې د تروریست تر نامه لاندې ونه وژل شي، هغه همداشان زیاتوي چې جوماتونه هره ورځ ګواښل کیږي چې وبه یې نړوي.
دا په داسې حال کې ده چې فرانسوي چارواکو د برید څخه وروسته ویلي و، چې د پاریس پدې حملو کې ۹ کسانو لاس درلود چې اته یې وژل شوي دي او په پاتې یوه پسې لا عملیات په ټولو اروپايي ملکونو کې روان دي.
دغه پاتې یو کس (صالح عبدالسلام) هم د فرانسې تبعه دی، او اوس هم په بروکسل کې اوسیږي.
نو پوښتنه دا راولاړيږي چې بیا ولې عام مسلمانان په ټولو اروپايي ملکونو کې نیول کیږي او یا وژل کیږي، او ولې د مسلمانانو مساجد او مراکز په نښه کیږي او په اور سره شهیدانیږي؟؟؟
په بلجیم کې د سختو امنیتي تدابیرو تر نامه لاندې د مسلمانانو زورول هغه مهال شروع شول چې تېره جمعه د فاریس په ښار کې په هم مهاله بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ووژل شول، او تر دوه سوه ډير ټپیان شول.
د بلجیم لمړي وزیر شارل میشل، نن وویل چې ملک یې د پاریس له حملو څخه وروسته تر ګواښ لاندې دی او امنیتي تدابیر به نور هم سخت کړي.
هغه زیاتوي چې د بلجیم دولت د تروریزم؟ (مسلمانانو) سره د ښې مقابلې په موخه یوه بېله بودجه په نظر کې نیولې ده، ترڅو ښه مقابله وکړای شي.
سوال دلته دی چې د شارل میشل لدې اعلان سره به مسلمانان څومره نور وزورول شي؟ وخت به ځواب ووایي.
په اروپایي هیوادونو کې عیسايي او یهودي تروریستي ګروپونه چې په حکومتونو کې لوړې چوکۍ لري پدې تکل دي چې د مسلمانانو لپاره خاص قوانین وضع کړي، او د همدې قوانینو لاندې باید مسلمانان زنده ګي وکړي، او همداشان د سوریې د مهاجرو په اړه دوی فکر کوي یوازې هغه کسانو ته پنا ورکړي چې عیسایت دین قبول کړي.
همداشان د بلجیم دولت اعلان کړی دی چې ډيری مساجد او اسلامي مراکز به بندیږي، ځکه مسجدونه په ملک کې تروریزم ته وده ورکوي.
د پاریس له حملو وروسته په اروپايي ملکونو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي، په هر بازار او کوڅه کې مسلمانان د عیسايي تروریستي ګروپونو او امنیتي پولیسو لخوا زورول کیږي. که حالت همداسې دوام پیدا کړي نو مسلمانانو لپاره کومه لاره غوره کول پکار دي؟ تاسو یې ځواب ووایاست.



