طالبانو د زنخان ولسوالۍ مرکز او څلور پوستې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲): وسله والو طالبانو د غزني ولايت د زنخان ولسوالۍ مرکز او شاوخوا امنيتي پوستې نيولي، چې په ترڅ کې يې لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو تېره شپه د غزني په مرکز کې د زنخان ولسوالۍ مرکز او څلور امنیتي پوستې نيولي دي.

د يادې ولسوالۍ مرکز او ورسره اړونده پوستې د چارواکو له لوري د غزني مرکز روضې سيمې ته انتقال شوی و.

طالبان وايي، په دغه بريدونو کې ګڼ پوليس، اربکيان او عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي، خو د کره شميرو په اړه يې څه نه دي ويلي.

دغه راز طالبانو ويلي، چې د ولسوالۍ د نيولو په پايله کې د دوی وسله والو ته درې ټانګونه، يو رينجر موټر او په زياته اندازه وسلې او نور پوځي توکي هم لاسته ورغلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د سختې جګړې وروسته د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې.

يوې سيمه ييزې سرچينې کابل ټکی کام ته د ولسوالۍ سقوط تائيد کړ او زياته يې کړه، چې په نښتو کې ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ځينې د جګړې په سيمه کې پاتې شوي هم دي.

تر اوسه د دولت کومې رسمي سرچينې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button