(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲): د افغان ولسمشر اشرف غني او د امريکايي چارواکو تر منځ د دواړو هېوادونو د همکاريو تړون لاسليک شو.
د دغه سند د لاسليکولو لپاره په ارګ کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د افغان چارواکو سربيره په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو شارژدافير او د بهرنيو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکلسن او يو امريکايي پلاوي هم ګډون درلود.
د امريکا افغانستان ستراتيژيک تړون کې دواړه هېوادونه به له يوبل سره همکاري کوي، چې له مخې به يې امريکا د افغان دولت پياوړتيا، امنيتي ادارو او هوايي ځواک سره خپلې مرستې لا چټکې کوي.
دغه راز افغان حکومت ژمن دی، چې د ښې حکومتوالۍ، امنيت، اقتصادي پياوړتيا او د فساد ضدمباررزې او د سولې په برخه کې هڅې وکړي.
په دغه غونډه کې ولسمشر اشرف غني او حنيف اتمر د دواړو هېوادونو تر منځ شوي تړون ته ژمنتيا وښوده او ټينګار يې وکړ، چې په دې اړه بايد منظمې غونډې جوړې شي او د دواړو هېوادونو يوبل سره د همکارۍ اړيکې دوامداره پاتې شي.
که څه هم د امريکا او افغانستان تر منځ دغه تړون د فساد ورکولو امنیت راوستلو او نورو بېلابېلو برخو کې شوی، خو شنونکي په دې باور دي چې نوموړی تړون به هومره مثبت اثر ونکړي، لکه څومره چې ورته طمع کيدلی شي.
ځکه چې تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو تر منځ لومړی ستراتيژيک تړون په ۲۰۱۲م کال د امريکا ولسمشر اوباما او افغان ولسمشر حامدرکزي تر منځ لاسليک شوی و.

















