د هیواد په څو ولایاتو کې روغتیایي خدمتونه مطلق ناکام دي

څیړنه: په څو ولایاتو کې روغتیایي خدمتونه مطلق ناکام دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲ فریدافغان)
د افغانستان د روڼوالي بنسټ لخوا ترسره شوې څیړنې ښیي چې د هیواد په ۸ ولایاتو کې روغتیایي خدمتونه په نشت حساب دي.
د دې بنسټ اجرایوي مسوول سیداکرام افضلي په یوه خبري غونډه کې کې څرګنده کړه ، چې دې ادارې په ۸ ولایاتو کې پر ۱۸۴ روغتونونو او کلینکونو څېړنه کړې چې روغتیايي خدمتونه پهکې له جدي ستونزو سره مخ دي
افضلي زیاتوي چې په یادو ولایتونو کې د روغتیا وزارت د روغتیايي ودانیو ترڅنګ د روغتونونو او کلینکونو خدمتونه په مکمل ډول ناکام دي.
د افضلي پر وینا، د د دوی پلټنې ښيي، چې په دې روغتونونو او کلینکونو کې د څښاک د پاکو، دستشوییو، امبولانسونو، روغتیايي کارکوونکیو د نهشتوالي ترڅنګ د ورانو روغتیايي ودانیو نه رغول، غیرمعیاري ودانۍ او روغتیايي تجهیزات له اساسي ستونزو څخه دي.
د دې بنسټ غړي وایي چې څیړنو یې ښوودلې چې په ګڼو روغتونونو او کلینکونو کې دوه یا ۳ ډاکټران او روغتیايي کارونکي شته چې هغه د خلکو مشکلاتو نشي حل کولی.
دې ادارې د روغتیا وزارت په بې کفایتي تورن کړی، او په خبره یې چې دوی افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.
بلخوا دروغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي مشر عبدالقدیر قدیر د یادې ادارې څیړنیز راپور ردوي او په وینا یې چې دوی د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې ډیر جدي دي او څارنه یې کوي.
د روڼوالي د بنسټ مشر د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې ستره ستونزه اداري فساد بولي، او په خبره یې چې په دې وزارت کې ستر فساد ددې لامل شوی تر څو د هیواد په کچه د صحي خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ را منځته شي .
زیاتره خلک رسنیو ته د دولتي روغتونونو څخه شکایتونه کوي ، د دوی په وینا چې په روغتونونو، او کلینکونو کې ورباندې دوا خرڅیږي، روغتیاپالان، داکتران یې بې کفایته دي آن تردې چې د روغتونونو دارو درمل د بازار په شخصي دواخانو باندې په عمده ډول هم پلورل کیږي.
د وزارت څخه نیولې آن تر یو عادي کلنیک پوري اداري فساد هیوادوال له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي او له دولت غواړي چې د دې برخې په شفافیت کې دې هڅې لا ګړندۍ کړي.



