صالح: ټرمپ د مسعود را ژوندۍ شوې روح ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲ فرید افغان)
د شمال ټلوالې لوړپوړی چارواکي او د روند سبز ګوند مشر امرالله صالح په یوه مقاله کې لیکلي چې د ټرمپ ټوله پالیسي داسې ورته ښکاري لکه د دې ټلوالې فقید مشر احمدشا مسعود چې په ګور کې جوړه کړې وي او په همدې اساس پوره احترام ورته لري او ترې خوښ دی.
نوموړي یوې هندي خپرونې ‘دې انډین ایکسپرس’ کې یوه مقاله لیکلي ده او د افغانستان پر وړاندې یې د ټرمپ تګلاره تګلاره ستایلې ده.
نوموړی لیکي له ټرمپ څخه پدې هم خوښ دی چې افغانستان یې خپله مستعمره هیواد ندی بللی او ویلي یې چې افغانان د دوی په وجود کې هم د فیصلې واک لري.
نوموړي د افغان عسکرو د روزلو او هغوی ته په ځینو عملیاتو کې د قوماندې ورکول هم د امریکا انعطاف بللی دی.
نوموړی لیکي امریکا په تیرو ۴۰ کلونو کې هند ته د یو متحد په توګه نه و کتلي خو داچې هند یې د افغانستان د اقتصادي او امنیتي پرمختګ لپاره د یو ستراتیژک ملګري په توګه معرفي کړیدی خوشال دی.
د نوموړي په خبره چې د افغانستان لپاره د ټرمپ د پالیسۍ یو مهم ټکی دا هم دی چې په افغانستان کې یې امریکایي قوماندان جنرال نیکولسن ته زیات واکونه ورکړي دي چې له کبله به یې اوس هغه د هرې خبرې لپاره د واشنګټن نظر ته اړتیا نلري.
نوموړي زیاته کړي چې د ټرمپ پالیسۍ د پاکستان پر وړاندې ډیره اهمیت لري او امریکا کله هم د دې هیواد پرضد داسې غوڅ دریځ نه و خپل کړی .
صالح لیکي چې نن ماته دا احساس وشو لکه چې زما ځیرک سیاسي مشر د خپل قبر نه حکومت کوي.
شنونکو د نوموړي څرګندونې هغه اجیر ته ورته بللې چې د ژوند ټولې هیلې یې د خپل بادار تر سترګو پورې تړلې وي
باید وویل شي چې د ټرمپ له تګلارې څخه د ګډحکومت مشرانو هم حمایت کړی او هغه یې د هیواد په خیر بللې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او وسلوالو طالبانو د امریکا نوې تګلاره د جنګ د دوام په معنا یاده کړې او امریکا یې تورنه کړې چې دا هیواد د دې په ځای چې سولییز حل ته زمینه برابره کړي لا د جګړي په تداوم ټینګار کوي.



