هند: په جنسي تیري د یو مذهبي مشر له تورنیدو وروسته خونړۍ نښتې ۲۳کسان ووژل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۳فرید افغان)

راپورونه وایي چې د هند په شمال کې د دې هیواد په مذهبي مشر ګورمیت رحیم سنګ باندې دجنسي تیري تر تور لګولو وروسته د نوموړي پلویانو په تاوتریخوالي لاس پورې کړی او ګڼه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
نوموړی پر دوو ښځو د جنسي تېري قضیه کې تورن پېژندل شوی دی.
ځایي رسنۍ وایي چې په نوموړي د تور لګولو سره سمدلاسه قهریدلي لاریونیان چنديګړ ښار ته نژدې پنچکلا سیمه کې یو ځای شوي وو چې له پوځ سره یې د تاوتریخوالي په نتیجه کې تر اوسه شاوخوا ۲۳ کسان وژل شوي، او د پولیسو په وینا چې ۲۵۰۰ پلویان یې نیول شوي هم دي.
د نوموړي پلویان ادعا کوي چې ګورمیت رام رحیم سینګ د نړۍ لر او بر کې ۶۰ میلیونه لارویان لري
د پنجاب اعلی وزیر امریندر سینګ د هریانه ایالت پر اعلی وزیر له دې کبله نیوکه کړې، چې په وینا یې چندیګړ ته یې د سینګ زرګونو لارویانو ته د سفر اجازه ورکړې.
تیره ورځ د نوموړي نږدې ۲۰۰۰۰۰ پلویانو د چنديګړ ښار پر لور لاریون کړی و او د نوموړي د بې ګناهي شعار یې ورکاو.
سیمې ته زرګونه هندي پوځیان رسیدلي او د مظاهره چیانو د تیت پرک کولو پخاطر په خلکو اوښکې بهوونکی ګاز کاروي .
د سیمې پولیسو مشر بي ایس سندهو ویلي اوس یې حالت کابو کړی دی. د چندیګړ ښار او پنجاب ایالت په ځینو سیمو کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی او انټرنېټي خدمات ځنډول شوي دي.
ځینې راپورونه وایي چې قهر جنو لاریونوالو په ډیلي کې هم د اورګاډي دوه کابینونه سوځولي دي.
۵۰ کلن ګورمیت رام رحیم سینګ پوځیانو ته په لاس ورغلی او اوس یې یوه خوندي ځای ته لېږدولی ترڅو یې د دوشنبې په ورځ محاکمه کړي.
پوځیانو د لاریونکونکو له ویرې نوموړی د ۱۰۰ پوځي موټرو په کاروان کې پداسې حال کې انتقال کړی دی، چې د سیمې ښوونځي رخصت وو، د اورګاډو تګ راتګ په ټپه ولاړ و او درې لوبغالي د موقت زندان په توګه ځانګړي شوي و.

باید وویل شي چې دا هندو مذهبي مشر پخوا یو ممثل و، سندرې او فلمونه به یې جوړول او له همدې لارې شهرت پیدا کړ چې اوس آن د میلونونو هندانو مذهبي مشر ګڼل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button